له برید وروسته کابل پوهنتون

د خپرېدو وخت

د کابل پوهنتون د هغو کسانو جنازې نن وشوې چې پرون د وسله والو په برید کې ووژل شول. چارواکي وايي، په پروني برید کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان شوي دي. ډېری وژل شوي کسان د پوهنتون محصلین وو. د برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی، خو افغان چارواکي طالبان مسوول بولی. خپله طالبانو په دغه برید کې له لاس درلودلو انکار کړی دی او برید یې غندلی دی. شازیه حیا له کابل پوهنتونه نور جزیات لري.