لویه څارنوالي: د عامې روغتیا وزارت څلور 'کارمنان' د بډو غوښتلو په تور نیول شوي

جمشید رسولي

د عکس سرچینه، @ago.gov.af.

د عکس تشریح، جمشید رسولي وايي، دا قضیه به هم د نورو ورته قضیو په اړه د قانون په رڼا کې وڅېړل او پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.
د خپرېدو وخت

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ملي امنیت له ریاست سره په همغږۍ یې د عامې روغتیا څلور 'کارمنان' ددغه وزارت له کارمنانو د بډو غوښتلو په تور نیولي او اوس توقیف کې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په یوه وېډیويي کلیپ کې وايي، د دغو کسانو مسله تر څېړنې لاندې ده.

نوموړی وايي، دا قضیه به هم د نورو ورته قضیو په اړه د قانون په رڼا کې وڅېړل او پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.

د عامې روغتیا وزارت رسماً تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ددغه وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې په نیول شویو کسانو کې د عامې روغتیا د وزیر دوه خپلوان هم شته، چې یو یې په یاد وزارت کې اوس هېڅ دنده نه لري.

د ۳ سناتورانو نیول کېدو ته د مشرانو جرګې غبرګون

د افغانستان مشرانو جرګې ویلي، بلخ کې د بډو په تور د مشرانو جرګې د دریو غړو د نیول کېدو د قضیې په اړه له مشرانو جرګې سره 'لازم جزییات' نه دي شریک شوي او هیله یې دا ده چې دا قضیه د اساسي قانون په رڼا کې په دقیق، روڼ او عادلانه ډول وارزول شي.

تېره ورځ (مرغومی ۸) د بلخ والي فرهاد عظیمي ومنله چې د مشرانو جرګې درې غړي د زرګونو ډالرو بډې اخیستو په تور نیول شوي دي.

ښاغلي عظیمي د دغه ولایت مرکز مزارشریف کې خبري غونډې ته ویلي وو، د نورو پلټنو لپاره دا سناتوران پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي.

Meshrano Jirga-مشرانوجرگه

د عکس سرچینه، Meshrano Jirga-مشرانوجرگه

د عکس تشریح، د مشرانو جرګې په خبرپاڼه کې راغلي، له اړوندو ادارو یې هیله دا ده چې د اساسي قانون په رڼا په تېره د (۱۰۲) مادې مطابق چلن وشي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ (مرغومی ۹) په یوه خبرپاڼه ویلي، دوی خبر کړل شوي چې لویې څارنوالۍ او ملي امنیت دغه تورن سناتوران نیولي دي.

د مشرانو جرګې په خبرپاڼه کې راغلي، له اړوندو ادارو یې هیله دا ده چې د اساسي قانون په رڼا په تېره د (۱۰۲) مادې مطابق چلن وشي.

د افغانستان د اساسي قانون يوسلو دوه يمه ماده کې راغلي : "که د ملي شورا غړی په یوه جرم تورن شي، مسوول مامور له هغې موضوع هغې جرګې ته خبر ورکوي چې تورن یې غړی دی او تورن له عدلي تعقیب سره مخ کېدلی شي. د مشهود جرم برخه کې مسوول مامور متهم د هغې جرګې له اجازې پرته چې دی یې غړی دی دا کس تر عدلي تعقیب لاندې راوستلی او نیولی شي."

د اعلامیې له مخې، مشرانو جرګه له اداري فساد سره مبارزه کې له قانون تطبیقوونکو بنسټونو سره همکارۍ ته ژمنه ده.

مشرانو جرګه وايي، په یاده قضیه کې د عدالت تامینولو، دقت او روڼتیا لپاره یې یو پلاوی ټاکلی چې له توقیف شويو کسانو، لویې څارنوالۍ او له ملي امنیت سره په اړیکه کې شي او لازم معلومات ترلاسه او له یادو اړخونو سره په ګډه د قانون د بې پرې تطبیقولو لپاره یاده قضیه وڅاري.

قضیه څنګه پیل شوه؟

د بلخ ګمرک یوه چارواکي له نومپرته بي بي سي ته وویل، دا سناتوران د مزار شریف هغه هوټل کې ونیول شول چې د اوسېدو لپاره یې غوره کړی و.

د افغانستان ملي امنیت لوی ریاست او لویه څارنوالي ګډه خبرپاڼه کې وايي، د کشفي مالوماتو له مخې یې په ګډو عملیاتو کې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې درې غړي د ۴۰ زره امریکايي ډالرو د اخیستو پر مهال ونیول.

د بلخ والي وايي، دا سناتوران د مالي چارو ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللي وو.
د عکس تشریح، د بلخ والي وايي، دا سناتوران د مالي چارو ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللي وو.

د دې اعلامیې له مخې د ملي امنیت ځواکونو د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څار لوی ریاست له استازو سره په همغږۍ دا درې سناتوران ونیول چې بلخ ولایت ته د څار او ځینې نورو چارو لپاره تللي وو.

مالومه نه ده چې دا سناتوران انتصابي یا انتخابي دي، خو دا لومړی ځل دی چې تېرو دوو لسیزو کې د افغان پارلمان یو غړی د بډو اخیستو په تور نیول کېږي.

افغانستان کې اداري فساد او بډې د حکومت لپاره لویه ننګونه ده او دې فساد کې د پارلمان غړي هم ښکېل بلل کېږي.