افغان جنرال د بډو اخيستو په تور په ۱۴ کاله بند محکوم شوی

د افغانستان د اداري فساد د لویو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د کورنیو چارو وزارت یو جنرال عبدالواسع روفي د بډو او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور په څوارلس کاله بند محکوم کړ.
دغه جنرال د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست د ارزونې د کمیټې مشر و چې په کابل کې يې محاکمه په علني ډول ترسره شوه.
د محکمې په ترڅ کې ګرم کس او مدافع وکیل یې ډېره هڅه وکړه چې لګول شوي تورونه رد او بې اساسه وښيي، خو د اداري فساد د لویو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز لومړنۍ محکمې جنرال عبدالواسع روفي ګرم وپېژانده.
د دغې محکمې رييس شير اقا منيب دغه جنرال د ۱۵۰ زرو امريکايي ډالرو په رشوت په اته کاله بند او د رشوت په اندازې نقدي جريمې محکوم کړ.
همدارنګه عبدالواسع روفي موټر ته د جعلي اسنادو په جوړولو په پنځه کال بند او د دغو اسنادو د استفادې لپاره په يو کال او شپږو مياشتو بند محکوم شو.
د عبدالواسع روفي ټول بند ۱۴ کاله کېږي.
د کورنیو چارو وزارت دغه جنرال چې په دې وزارت کې ۳۵ کاله کاري سابقه لري په دې ګرم وپېژندل شو چې له یوې کمپنۍ څخه یې د تیلو د یوه قرار داد په بدل کې یونیم لک امریکایي ډالر اخیستي.
جنرال عبدالواسع روفي بیا په محکمه کې وویل، د ده پر وړاندې د بډې اخیستو تورونه یوه دسیسه ده ځکه چې ده د تیلو د قرار داد په ورکړه کې "اجرائي صلاحیت نه درلود."
محکمې وویل چې پر جنرال عبدالواسع روفي د دوی د محکمې حکم وروستی نه دی او نوموړی کولی شي چې د استناف غوښتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان ولسمشر د کورنیو چارو وزارت درې پخواني مرستیالان د اداري فساد په تور ممنوع الخروج اعلان او لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل.
د اداري فساد د لویو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له دې وړاندې د لویې څارنوالۍ یو پخوانی پوځي تورن جنرال علني محاکمه کړ.


















