کابل کې چاودنې ۱ ولسي وګړی وژلی، ۱۳ نور ټپیان دي

د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړړوند ګزرګاه سیمه کې دوشنبه ماسپښین یوې چاودنې ۱۳ ملکي وکړي ټپیان کړي او یو بل ولسي کس وژل شوی دی. تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.
د افغانستان د ملي احصائیې او مالوماتو اداره وایي، چاودنه د دوی د کارکوونکو پر یوه بس یا سروېس موټر شوې ده.
امنیتي چارواکي وایي چې چاودېدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو او هدف یې د ملي احصائیې او مالوماتو ادارې موټر و.
له سیمې رپوټونه وایي چې ټول ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او امنیتي چارواکي وایي چې د برید په اړه پلټنې روانې دي.
دا په تېرو څو ورځو کې پرله پسې څووم برید دی چې په پلازمېنه کابل کې مرګژوبله اړوي.
کابل کې د پولیسو شمېر دوه برابره کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ټاکلې ده ولسمشر د شپږ نیمو بجو د ناستو او امنیتي تړون د پلان له مخې کابل کې پولیس دوه برابره کړي.
امرالله صالح د دوشنبې په ورځ د کابل امنیتي حالت په تړاو له خپلې ورځنۍ غونډې وروسته فیسبوک کې دا خبره کړې ده.
نوموړی زیاتوي: "پرتلنې ښيي چې ان ارام او ټیکاومن حالت کې هم کابل د نړۍ په تېره د دریمې نړۍ هېوادونو په کچه د وګړو له تناسب ډېر کم پولیس لري."
د نوموړي په خبره، دا پولیس به په حوصله او ډېره ځیرتیا زیات شي او د هغو کسانو مخنیوی به وشي چې شرایط او معیار پوره نه کړي:
"د جذب لپاره معیارونه ژر ټاکل کېږي. یو معیار هم د کشف او پلټنو لومړنۍ پوهه ده."
کابل کې د پولیسو زیاتولو خبره په داسې مهال ده چې وروستیو اونیو کې په دغه ښار کې هدفي بریدونه او چسپکي ماینونه ډېر شوي دي.
د دوشنبې په ورځ هم د کابل پولیسو وویل، چې د ښار څلورمه ناحیه یا کلوله پشته کې د افغان ځواکونو پر ګاډي د چسپکي ماین چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
د شنبې په ورځ کابل کې په دوو ګړیو کې څلور چاودنې وشوې چې څلور کسان پکې ووژل او څلور نور ټپي شول.
کابل کې اوس څومره پولیس دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل کې د ناامني زیاتېدو پسې د دې ښار امنیت ټینګولو کې د پاتې راتلو له امله پر امنیتي ځواکونو او حکومت نیوکې ډېرې شوې دي.
د افغان حکومت د وروستي اټکل له مخې روان کال کابل پنځه اعشاریه دوه میلیون استوګن لري.
د نړیوالو معیارونو له مخې د هرو لس زره وګړو لپاره اوه پولیس پکار دي، خو د امنیتي حساسیتونو په دلیل د کابل پولیسو شمېر روښان نه دی.
دا مهال افغانستان کې د پولیسو رسمي شمېر تر دوه لکه پنځوس زرو رسېږي.
د دې ځواکونو ډېره برخه د جګړې په ډګر کې د طالبانو په ګډون د مخالفو وسلوالو پرضد د ملي اردو په ملاتړ جنګېږي.
نږدې دوه میاشتې مخکې د کورنیو چارو وزارت په دریو میاشتو کې د محلي پولیسو د لغوه کولو خبره وکړه او دا هم وویل شول چې له ۱۱ زرو ډېر به یې له روزنې وروسته د ملي پولیسو او نږدې یوولس زره به یې له محلي پوځ سره یوځای شي.
محلي پولیس له ځايي خلکو پر ۲۰۱۰ کال جوړ شوي، خو د نه کارندوالي له امله نیوکې پرې کېږي.
غني: پر خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه د زغملو نه دي

د کابل هدفي بریدونو او چسپکي چاودنو کې پر امنیتي ځواکونو سربېره خبریالان او د مدني ټولنې او حقوقي چارو فعالان هم په نښه کېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ پر سیاسي، مدني او رسنیزو فعالانو بریدونه د "نوي افغانستان استازو"، بیان ازادي او ولسواکي باندې بریدونه بولي او وايي حکومت دا هدفي بریدونه زغملی نه شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني افغان امنیتي او دفاعي چارواکو ته ځانګړې ناسته کې امر وکړ چې له مدني او رسنیزو بنسټونو سره په مشوره د وروستیو اونیو د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره ټولې اسانتیاوې وکاروي.
وروستیو میاشتو کې پر رسنوالو، مدني او سیاسي فعالانو په کابل او ولایتونو کې هدفي بریدونه ډېر شوي چې ټولنه او خواله رسنیو کې له غبرګون سره مخ دي او ډېرې نیوکې هم د امنیتي ادارو پر چلن کېږي.
پرونۍ غونډه کې لومړي مرستیال ولسمشر امرالله صالح هم کابل کې د مرګونو بریدونو د مخنیوي اړوند غونډو پایلې وویلې.
په دا مهال دویم مرستیال ولسمشر او د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې مشر سرور دانش هم کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د خبریالانو او مدني او انساني حقونو فعالانو امنیت خوندیتوب لپاره یوه ځانګړې څانګه جوړه او ځانګړی لارښود برابر کړي.
ښاغلي دانش دا هم وویل، کوم خبریالان چې له ولایتونو کابل ته راغلي مسله یې څاري او هڅه کوي چې له دې کسانو سره اړینه همکاري وشي.
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، پر خبریالانو او مدني فعالانو د برید عوامل نیول شوي، خو ښاغلی دانش وايي، لا هم نه پوهېږي چې د دې نیول شویو کسانو دوسیې تر کوم ځای ورسېدې.
نوموړي د تورنو د محاکمې بهیر سست وباله او له اړوند ادارو یې وغوښتل چې دا چاره چټکه کړي.

د عکس سرچینه، Arg
لوی څارنوال فرید حمیدي دې ناسته کې وویل: "د خبریالانو د وژلو دوسیې او له دوی سره د تاوتریخوالي ارزول دوی ته لومړیتوب لري او د دې دوسیو د څار لپاره یې ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده. "
وروستیو اونیو کې کابل کې د افغانستان بانک رسنیز سلاکار او د طلوع پخوانی خبریال یما سیاوش، هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، ننګرهار کې د انعکاس تلوېزون ویانده ملاله میوند، غزني کې د الجزیره او اسوشېټېډ پرېس خبریال رحمت الله نېکزاد، کابل کې د اریانا تلوېزون ویاند فردین امیني، د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي مشر یوسف رشید او کاپیسا کې مدني او د ښځو حقونو فعاله فرشته کوهستاني ووژل شوه او دا پېښې د رسنیو د پوښښ یوه مهمه موضوع وه.
د افغانستان کورنیو چارو وزیر وايي، درې کسان د یما سیاوش، یو کس د الیاس داعي او دوه کسان د ملاله میوند په وژلو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
د وسلوالو طالبانو یو غړی د رحمت الله نېکزاد وژلو کې تورن بلل شوی، خو لا هم نیول شوی نه دی.
افغان حکومت وايي، د الیاس داعي د وژلو مسوول طالبان او د ملاله میوند د وژنې مسوول د داعش غړی دی.




















