مدني فعاله فرشته کوهستانۍ کاپیسا کې وسلوال برید کې ووژل شوه

د عکس سرچینه، Kohistani Facebook
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ناپېژاندو وسله والو نن د کاپیسا مدني فعاله او د دې ولایت د ښځو د غورځنګ مشره فرشته کوهستانۍ وژلې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، نوموړې د کاپیسا د کوهستان ولسوالۍ په عزت خیل کلي کې پر موټرسایکل سپرو وسله والو لخوا په نښه شوې ده.
د ښاغلي ارین په وینا په پېښه کې د فرشته کوهستانۍ ورور ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې پېښې په اړه څېړنې کوي. تر دې دمه د دې برید مسؤلیت چا نه دی منلی.
اغلې کوهستانۍ دوه اوونۍ وړاندې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې ژوند یې په خطر کې دی او له افغان چارواکو یې غوښتي وو چې امنیت یې ټینګ کړي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو د ساتونکو، مدني فعالانو، او خبریالانو د هدفي وژنو په ډېرېدو سره، د افغانستان د بشري حقونو مدافعانو کومیټې غوښتنه کړې چې پرته له ځنډه دې دا وژنې ودرول شي.
د دغې کمیټې غړو اوسني اندېښمن حالت په کتو سره له حکومته غوښتي چې د بشري حقونو د فعالانو امنیت خوندي وساتي.
افغانستان کې د هدفي وژنو په زیاتېدو اندېښنې

په همدې حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، پر مخالفو ډلو فشار راوړي چې پر خبریالانو له بریدونو او وژنو لاس واخلي.
په تېره یوه میاشت کې د خلکو د استازو په ګډون، پر خبریالانو، مدني فعالانو او د بشري حقونو پر ساتونکو بریدونه ډېر شوي.
په ځینو پېښو کې یې یو شمېر کسان وژل شوي هم دي خو بریدګر لا هم معلوم نه دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو د ساتنې کمیسیون په وروستیو کې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ جوړ شو، ځکه افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له اعلامیې سره تړلی دی.
خو له دې سره سره، په افغانستان کې د بشري حقونو بنسټونه د بشري حقونو د ساتونکو د نه خوندیتوب په تړاو اندېښنه لري.
د افغانستان د مدني ټولنو مشر عزیز رفیعي وايي د بشري حقونو، ښځو او ماشومانو حقونو او د ټاکنو اړوند اد ارو کارکوونکي د ګواښونو او بریدونو تر سخت فشار لاندې دي:
د بشري حقونو د ساتونکو د کمیسیون په باور د خبریالانو، مدني فعالانو او بشري حقونو پر استازو بریدونه د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۸ کال اعلامیې چې د بشري حقونو په نوم دی څرګنده سرغړونه ده.
په تېرې یوې میاشت کې د څو خبریالانو، د غور ولایت ولایتي شورا یوه غړي او د ازادو ا عالانه ټاکنو بنسټ پر مشر بریدونه شوي، خو تر اوسه د دغو بریدونو پړه لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.
















