د ولسي جرګې ځینې غړي: لومړۍ مېرمن دې په خپلو څرګندونو بښنه وغواړي

د عکس سرچینه، office of the 1st lady
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو د هېواد د لومړۍ مېرمنې د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې غوسه څرګنده کړې او د هغې څرګندونې یې جرګې ته سپکاوی بللی دی.
د افغانستان لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني دې وروستیو کې له آزادۍ راډیو سره په مرکې کې ویلي وو، ولسي جرګه د راکړې ورکړې په ډګر بدله شوې.
مېرمن غني دې مرکه کې نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکولو پر بڼې نیوکه وکړه او د جرګې لخوا ښځینه نوماند وزیرانو ردولو په اړه یې غبرګون وښود.
خو اوس د ولسي جرګې یو شمېر غړي غوښتنه کوي چې لومړۍ میرمنه دې په خپلو څرګندونو بښنه وغواړي. د دې جرګې ځیني نور غړي بیا ان د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا د دې قضیې د څېړولو غوښتونکي دي.
دوی وایي چې لومړۍ مېرمن د افغانستان په قوانینو کې کوم ځانګړی ځای نه لري. ځینو وکیلانو د ولسي جرګې له رییس نه وغوښتل چې د دوی په وینا د جرګې له حیثیته دفاع وکړي کنه نو د جرګې دروازې دې وتړي.
خو د افغانستان ولسمشرۍ مانۍ وايي د لومړۍ مېرمنې خبرې ناسمې تعبیر شوې او افغان حکومت د ولسي جرګې پرېکړو ته درناوی لري.
"د باور رایه ورکول یا نه ورکول د جرګې واک دی"

د عکس سرچینه، MIR RAHMAN RAHMANI
دغه راز د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د اغلې رولا غني څرګندونې ولسي جرګې ته سپکاوی وباله او وايي وزیرانو ته د باور رایې ورکول یا نه ورکول د ولسي جرګې د غړو واک دی.
ښاغلي رحماني وویل ''هغه کسان چې د وزارت او ریاست وړتیا یې نه لرله او له فلتره تېر نه شول په هېڅ ډول د دندې ترسره کولو اجازه هم نه لري، څوک هغوی ته دا حق هم نه شي ورکولای په ځانګړې توګه لومړۍ مېرمن چې حقوقي واکونه یې تر اوسه په هېڅ سند کې نه دي په ډاګه شوي، ولسمشر باید ژر تر ژره وړ کسان ولسي جرګې ته ور وپېژني. ''
څه موده وړاندې د افغانستان ولسي جرګې د حکومت له خوا یو شمېر وزیرانو ته د باور رایه ورکړه خو د پوهنې، اطلاعاتو او کلتور، کلیو پراختیا وزیرانو او د افغانستان بانک ریس ته یې د باور رایې ورنکړې.





















