د کابل برید وژل شوي ۱۰ او ټپیان ۵۲ ته ورسېدل

د عکس سرچینه، Social media
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل خوشال خان مېنه کې د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې د یوه غړي د ګاډو پر کاروان موټربم برید کې لس کسان وژل شوي او ۵۲ ټپیان دي.
دا برید پرون ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي خان محمد وردګ د ګاډو پر کاروان وشو.
له پېښې څو ګړۍ وروسته د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د نهو کسانو د وژل کېدو او د دغه وکیل په ګډون د شلو نورو د ټپي کېدو خبره کوله.
خو امرالله صالح د خپلو سهارنیو غونډو په لړ کې د دوشنبې ورځې له ناستې وروسته خپل فیسبوک کې لیکلي، دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او ۵۲ ټپیان دي:
"ټپیانو کې یوازې شپږ په روغتون کې پاتې دي او نور د برسېرنو ټپونو له امله رخصت شوي دي. ډېری کسان د شیشو له امله ټپیان شوي دي. "
د نوموړي په خبره، دې پېښه کې یو ماشوم هم وژل شوی دی.
چارواکو پرون هم ویل چې د پېښې ډېری قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړي دي.
د چاودنې سره څېرمه یوه استوګنیزه وداني ده، چې پروني برید کې یې د خونو شیشې ماتې شوې او له امله یې کسان ټپي شوي دي.
دې چاودنه کې درې موټر هم سوځېدلي او ور سره نږدې کارځي هم زیانمن شوي دي.

د عکس سرچینه، Social media
د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو چارواکي وايي، اصلي هدف وکیل خان محمد وردګ و.
خان محمد وردګ پر وکالت سربېره پانګوال او د "خان سټیل" شرکت څښتن دی.
دا نږدې یوه اونۍ کې د ولسي جرګې پر دویم غړي برید دی.
تر خان محمد وردګ مخکې دې جرګه کې د کابل د خلکو د بل استازي توفیق وحدت په ګاډو پسې هم چاودنه وشوه.
په هغه چاودنه کې ښاغلي وحدت ته زیان ونه رسېد، خو یو ساتونکی او موټروان یې ووژل شول.




















