مشهور افغان لیکوال رهنورد زریاب مړ شو

د افغانستان یو مشهور کیسه لیکوال رهنورد زریاب په ۷۶ کلنۍ کې د جمعې په شپه مړ شو.
نوموړی له څه مهال راهیسې ناروغ او په روغتون کې بستر و.
د ښاغلي زریاب نږدې ملګری صدیق الله توحیدي د نوموړي مړینه تاییدوي او له بي بي سي سره خبرو کې زیاتوي چې رهنورد زریاب بېګا مړ شو.
د افغانستان ځینې رسنیو هم د ښاغلي زریاب د معالج ډاکټر له خولې د نوموړي مړینه رپوټ کړې ده.
د ښاغلي زریاب یو همکار لطف الله نجفي زاده هم د هغه مړینه تاییدوي او وايي چې ښاغلی زریاب تېرو اونیو کې په کورونا اخته شوی و.
ښاغلی زریاب پر لیکوالۍ سربېره له کلونو راهیسې طلوع خصوصي تلوېزون کې سمونګر و.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، بخار مجله
ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي زریاب مړینه د هېواد د ادب او کلتور ډګر لپاره "لوی تاوان" بولي:
"رهنورد زریاب د لیکوال او رسنوال په توګه د عمر ډېر کلونه تېر کړل او نوموتي اثار یې پرېښودل. "
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم ښاغلی زریاب د کیسنه لیکنې لوړه څوکه بللې ده.
د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله هم رهنورد زریاب سیمه او نړۍ کې پېژندلی کیسه لیکوال بللی چې په خبره، یې ۵۰ کلونه یې د ژبې او ادب برخه کې کار وکړ
پخواني مشر حامد کرزي او نورو سیاسي کلتوري څېرو هم د نوموړي په مړینه غمرازي ښودلې ده.
زریاب څوک و؟

د عکس سرچینه، Social media
محمد اعظم رهنورد زریاب پر ۱۳۲۳ کال زېږېدلی او د افغانستان اوسمهالو لیکوالو کې یو اغېزناک کس و او د ایران او تاجکستان کلتوري ټولنه کې یې هم له اثارو سره خلک بلد وو.
ښاغلي زریاب کابل پوهنتون کې له ژورنالېزم پوهنځي لیسانس کړی و او دې برخه کې یې د بریتانیا له سوېلي وېلز پوهنتون ماسټري ترلاسه کړې وه.
نوموړي انګریزي زده وه او فلسفه، روانپوهنه او ټولنپوهنه کې یې هم ډېره مطالعه درلوده.
نوموړي له سلو ډېرې لنډې کیسې او څو رومانونه لیکلي او هم یې د تصویر په نوم د کیسو یوه ټولګه روسۍ ژبې ته ژباړل شوې ده.
رهنورد زریاب د اویایمې لمریزې لسیزې لومړیو کې فرانسې ته کډوال شو او د طالبانو تر پرځېدو وروسته کابل ته ستون شو او له کلونو راهیسې د طلوع په نوم خصوصي تلوېزون کې سمونګر یا ایډېټر و.
د رهنورد زریاب مړی د کابل په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.



















