تر درېیم ټولګي جوماتونو کې زدکړه؛ عبدالله د پوهنې وزارت د نوې طرحې مخالفت وکړ

د خپرېدو وخت

د افغانستان د پوهنې وزارت له خوا هغه طرحه، چې له مخې به یې د ښوونځیو له لومړي نه تر درېیم ټولګي پورې ماشومان به په جوماتونو کې زدکړه کوي، د خلکو او لوړ پوړو دولتي چارواکو له جدي غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دا طرحه سربداله کوونکې بللې او هغه یې رد کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د پوهنې وزارت له خوا چمتو شوې طرحې ته د غبرګونونو په ځواب کې د طرحې دفاع کړې او تینګار کوي چې د افغانستان ښوونې او روزنې وزارت د اصلاحاتو پراخ پروګرام پیل.

خو د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دې اړه په یوه تازه غبرګون کې ویلي، د یوه وګړي په توګه یې ونه شو کولای چې د پوهنې وزارت د نوې تګلارې پر وړاندې سترګې پټې کړي.

ښاغلی عبدالله وايي دیني مدرسې او جوماتونه په خپل ځای مهم دي خو په جوماتونو کې د زدکړو لپاره لازم امکانات نشته او باید د ټکنالوژۍ په مټ زده کړې له پیل نه زدکوونکو ته په پام کې ونیول شي.

ښاغلي عبدالله ویلي، د ټولنیز بدلون په دلیل او سخت د دریځو افکارو له امله چې بهرنۍ ریښې لري، جوماتونه د تېر په څېر د کورنیو د اعتبار وړ نه دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د نوې طرحې ملاتړ کوي

د پوهنې وزارت دې طرحې پر خواله رسنیو هم تاوده بحثونه راپارولي‌ او یو شمېر کسان یې د پوهنې برخه کې شا ته تګ بولي.‌ خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د پوهنې وزارت د اصلاحات لپاره پراخ پلانونه لري.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دوشنبه کابل کې په یوې خبرې غونډه ویل، ولسمشر د پوهني وزارت کې د وروستیو بدلونونو او نويو طرحو ملاتړ کوي.

د افغانستان پوهني وزارت څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې جوماتونه یې د ایکو په نوم سیسټم کې شامل کړي او په وینا یې له دې وروسته به په هغو لېرې پروتو سیمو کې چې ښوونځۍ په کې نشته، زده کوونکي تر درېیم تولګي پورې زده کړې په جوماتونو کې کوي.

دغه وزارت وايي، له دې کار موخه دا دی چې اسلام د زدکړو په محور کې راشي.