کندهار کې موټر بم بریدونه؛ یو کومانډو وژل شوی، ۳۵ تپیان دي

SOCIAL MEDIA

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، چاودنې شاوخوا ودانۍ هم زیانمنې کړې دي.
د خپرېدو وخت

په سویلي کندهار ولایت کې دوو موټر بمونو لږترلږه یو کومانډو سرتېری وژلی او ۳۵ نور یې ژوبل کړي دي. لومړی برید د دغه ولایت دامان ولسوالۍ کي د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ پر ودانۍ او دویم برید په ژړۍ ولسوالۍ کې شوی.

تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د دې بریدونو مسئولیت نه دی منلی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، برید ځايي وخت نږدې ۱۰:۲۵بجې د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ له قرارګاه سره نږدې وشو:

د کندهار د ځايي چارواکو په خبره، برید د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په یوه څارڅلي شوی دی.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې دې برید کې "شاوخوا د قومندانۍ او ولسوالۍ وداني او نږدې کورونه یې هم زیانمن کړي دي."

خو د کندهار د والي ویاند بهیر احمد احمدي وايي، دې برید کې د ولسوالۍ ۷ ملکي ماموران، ۲ ملي امنیت سرتېري، ۹ پولیس او سیمې ته نږدې د یوې کورنۍ ۱۵ غړي ټپیان شول:

"ټول ټپیان برسېرن دي، خو د یوه حالت نازک دی او د کندهار میروس روغتون ته لېږدول شوی دی."

دامان د کندهار تر ټولو خوندي ولسوالي او د ښار ختیځ ته په ۱۵ کیلومترۍ کي پرته ده.

له بلې خوا د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د یوه قومندان شمس الله کور د دوشنبې په ورځ په بمونو الوځول شوی دی.

قومندان شمس الله بي بي سي ته وویل، دی له خپلې کورنۍ سره له دې کور پرون کوچېدلی دی، ځکه په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.