د عکسونو البوم: د کندهار پر امنیه قومندانۍ برید

د خپرېدو وخت

په کندهار کې د امنیې قومندانۍ په وره کې د موټر بم چاودنه شوې. ویل کېږي، چې د بریدګرو موخه د کندهار پولیسو د نشه یي توکو مخنیوي څانګه وه.

کندهار

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په کندهار کې د امنیې قومندانۍ په وره کې د موټر بم چاودنه شوې. ویل کېږي، چې د بریدګرو موخه د کندهار پولیسو د نشه یي توکو مخنیوي څانګه وه.
کندهار

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تر چاودنې وروسته وسله والو پر پولیسو ډزې کړې دي
کندهار

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دغه برید کې له لسو ډېر کسان وژل شوي او نژدې سل کسه ټپیان شوي دي چې ډېری پکې ملکي کسان دي.
کندهار

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، وسله والو طالبانو ویلي، دغه برید دوی کړی او یو شمېر په وسلو سمبال ځانمرګي د امنیې قومندانۍ ودانۍ ته ننوتي
کندهار

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، کندهار والي حیات الله حیات بي بي سي ته وویل، د دغه ولایت پر امنیه قومندانۍ نن ماسپښین پیل شوی برید د بریدګرو له وژل کېدو وروسته پای ته رسېدلی دی.
کندهار

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، رسنیو ته په استول شوي یوه پیغام کې د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي، دغه برید د دوی ملګرو کړی دی. نوموړی ادعا کوي چې دغه برید کې ګڼ شمېر پولیس وژل شوي دي.
کندهار

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ډېری وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي
کندهار

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ځايي سر چینې وايي، د بریدګرو له وژل کېدو سره جګړه پای ته رسېدلې، خو دوی د بریدګرو شمېر په تړاو څه نه دي ویلي.