افغانستان: له ښځو سره زورزیاتی؛ لسو میاشتو کې ۱۶۷ مېرمنې وژل شوې دي

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون

د عکس سرچینه، د بشر حقونو خپلواک کمیسیون

د عکس تشریح، د بشر د حقونو کمیسیون تېرو لسو میاشتو کې د لفظي تاوتریخوالي د ۱۱۲۰ پېښو د ثبتېدو راپور هم ورکوي. سپکاوی، ښکنځل، ګواښل، ملنډې وهل او تورنول د لفظي تاوتریخوالي مشهور ډولونه بلل کیږې.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي په تېرو لسو میاشتو کې یې ښځو سره د زور زیاتي ۳۴۷۷ پېښې ثبت کړې دي.

دا شمېر د تېر کال همدومره موده کې د ثبت شویو (۳۹۱۰) پېښو پرتله ۱۱ سلنه کم دی.

خو د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون یوې کمېشنرې شبنم صالحي نن (پنجشنبه/لیندۍ ۶مه) کابل کې رسنیو ته وویل چې د بڼې له مخې حاد تاوتریخوالی ډېر شوی او روان کال د ټولو ثبت شویو پېښو ۳۵ سلنه د وژنې، وهلو ټکولو، د بدن غړو د پرې کولو، ژوبلولو او په زور کار ته د اړیستلو په څېر فیزیکي زورزیاتی جوړوي.

د دغه کمیسیون د شمېر له مخې په تېرو لسو میاشتو کې افغانستان کې له ښځو سره د جسمي او فیزیکي تاوتریخوالي ۱۲۴۱ پېښې ثبت شوي چې ۲۸۱ پکې د وژنو، تیري، تښتونو او ځان وژنې په څېر حادې دي چې د دوی څارونکې مستندې کړې هم دي.

۱۶۷ مورده د ښځو د وژنې دي او د وژنې په ډېرو پېښو کې د قربانیانو د خپلو کورنیو نږدې غړي ښکیل بلل شوي دي.

د کمیسیون د مالوماتو له مخې، له دغو ۲۸۱ جدي پېښو څخه د ۱۲۳ عاملین نیول شوي خو ۱۵۸ نور د قانون له منګولو بچ پاتې دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمېشنره شبنم صالحي وايي په دې موده کې د جنسي زورزیاتي ۱۳۰ پېښې ثبت شوي دي.

هغه زیاتوي د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې د جنسي تاوتریخوالي پیښې تر ډېره پټې ساتل کېږي او راپورونه یې نه ورکول کیږي.

د بشر د حقونو کمیسیون تېرو لسو میاشتو کې د لفظي تاوتریخوالي د ۱۱۲۰ پېښو د ثبتېدو راپور هم ورکوي. سپکاوی، ښکنځل، ګواښل، ملنډې وهل او تورنول د لفظي تاوتریخوالي مشهور ډولونه بلل کیږې.

مېرمن صالحي وايي دوی په دې موده کې د اقتصادي تاوتریخوالي چې له نفقې، میراث او ملکیت بې برخې کول پکې شاملېږي، شاوخوا ۶۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي په دې موده کې یې له کوره د شړلو، جبري ودونو، تر وخت وړاندې ودونو، په بدو کې د ورکړې او له زدکړو د بې برخې کولو په څېر د تاوتریخوالي د نورو بڼو ۳۸۵ پېښې هم ثبت کړې دي.

د تاتریخوالي پایلې او د بشر د حقونو کمیسیون وړاندیزونه

women

اغلې صالحي وايي تاتریخوالی ښځو ته د جسمي زیان پر اړولو سربېره نورې ناوړه اغېزې هم لري.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي په تېرو لسو میاشتو کې یې د تاوتریخوالي د ثبت کړو پېښو پایله کې د بې برخلیکه کېدو ۱۳۳۹، له کوره د ایستل کېدو ۲۶، له کوره د تېښتې ۵۸، د بېلتون د غوښتو ۵۳۶، د ټپي کېدو ۲۴۷ او د رواني ستونزو ۳۲۸ موارد ثبت کړي دي.

چارواکي وايي له ښځو سره د تاوتریخوالي ۸۶ سلنه پېښې په کورونو کې دننه شوي چې د مېرمنو لپاره تر بهر خوندي ځای ګڼل کیږي.

د بشري حقونو فعال الف خان فاروقي دغه راپور ټکان ورکونکی بللی خو په وینا یې په راتلونکي کې د پالیسیو جوړلو لپاره دا راپور مهم ټکي لري او په وینا یې ښه ده چې حکومت، مدني ټولنې اورسنۍ د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو خوندیتابه هڅې ډېرې کړي.

د ښاغلي فاروقي په وینا د دوی تر څنګ د دینې عالمانو هم مسولیت دی چې په دې اړه عامه پوهاوی وکړي او وګړي د ښځو په شرعي حقونو او خوندیتوپ پوه کړي.

نوموړی ناوړه دودونه، ناامني، ولایتونو او ولسوالیو کې کمزوری حاکمیت،د معافیت فرهنګ، له مجرمانو سره د پرېکنده چلن نه کیدل، اداري فساد او له دندې ناوړه استفاده له ښځو سره د زور زیاتي د پېښو ستر عوامل بولي.

د مدني فعالانو تر څنګ د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د دغو عواملو او له ښځو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره ځینې وړاندیزونه هم کړي دي.

د خپلو حقونو په اړه د ښځو د پوهاوي د کچې لوړاوی، د ناوړه دودونو او رواجونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ګټورو لارو چارو موندل، د قانون حاکمیت او تطبیق، له مالي اړخه د مېرمنو خپلواکۍ ته د زمینو برابرول، په لویو او ملي پرېکړو کې ښځو ته د ونډې ورکول او دغه راز د ښځینه قاضایان، څارنوالانو او وکیلانو ګومارل د هغو وړاندیزونو له ډلې دي چې د بشر د حقونو کمیسیون وايي له ښځو سره د تاوتریخوالي په کمېدو کې مرسته کولی شي.