افغانستان کې کورونا؛ ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۲ پېښې ثبتې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په دې هېواد کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۸۲ مثبتې پېښې ثبتې شوې او ۸ کسان یې مړه کړي دي.
د روغتیا وزارت په وینا، په دغه موده کې یې ۱۳۰۰ کسان معاینه کړي چې له ډلې یې څه باندې ۲۸۰ کسان په دې ویروس اخته شوي دي.
له دې سره په افغانستان کې په کويډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۹۸۸ کسانو ته ورسېد او د قربانیانو شمېر بیا ۱۶۹۵ کسان ښودل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت شاوخوا یوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې افغانستان ته د کورونا وبا دویمه څپه راغلې او له همدې امله یې د دولت د پریکړې په بنسټ ټول ښوونیز بنسټونه د قوس له اتمې د درې میاشتو لپاره رخصت کړل.
په پاکستان کې د کورونا وېروس وروستی حال

د عکس سرچینه، EPA
په پاکستان کې د کورونا وبا د دویمې څپې د پيل او د مثبتو پېښو د زیاتېدو له امله دغه هېواد کې د تعليمي ادارو د تړلو اعلان شوی.
ټاکل شوې دوه ورځې وروسته ټولې تعلیمي ادارې وتړل شي او راتلونکې جنورۍ میاشتې پر یوولسمه به بېرته پرانستل کیږي.
له تېرو شاوخوا یوولسو ورځو هره ورځ د کورونا د مثبتو پېښو شمېر تر دوه زره زیات وي او په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې له کوويډ۱۹ ناروغۍ ۳۴ تنه مړه شوي دي.
د پاکستان د پوهنې وزیر شفقت محمود نن ( نومبر ۲۳ / لېندې ۳ ) وویل زده کوونکي به خپلې زده کړې په انلاین بڼه تر لاسه کوي:
"له شپږويشتم نومبره به مطلب له ننه دوې ورځې وروسته به د پاکستان ټولې تعليمي ادارې چې پکښې به پوهنتونونه، پوهنځي، ښوونځي او یاهم د تعليمي زده کړو نور مرکزونه دي، هغه به ټول بند وي او زده کوونکي به له کوره زده کړې ترسره کوي ".
که څه هم په پاکستان کې ډېرو چارواکو دغه ګام ستایلی، خو د خصوصي ښوونځیو مالکانو بیا د حکومت ددغې پرېکړې غندنه کړې او په ځينو سیمو کې یې د تعلیمي ادارو د نه تړلو هم ویلي دي.
د اکسفورډ پوهنتون د کورونا ضد واکسین

د عکس سرچینه، PA Media
بلخوا د اکسفورډ پوهنتون لخوا د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د جوړ شوي واکسین ازموینې ښودلې چې په انسانانو کې یې ۷۰سلنه اغېز کړی.
که څه هم دې لاسته راوړنې ته د بریا په توګه کتل کیږي، خو تر دې وړاندې د بایونټک/فایزر او موډرنا شرکتونو لخوا د جوړو شويو واکسینونو اغېز ۹۵ سلنه ښودل شوی دی.
پر بایونټک/فایزر او موډرنا سربیره روسیې هم د کورونا ویروس د مخنيوي لپاره د سپوټنیک په نوم د واکسین جوړولو خبر ورکړی دی.
خو د اکسفورډ د واکسین ښېګڼه دا ده چې تر دغو دوو واکسینونو ارزانه تمامیږي او په اسانۍ ساتل کېدای شي. ترڅنګ یې د ارزانۍ له امله د نړۍ هرې برخې ته رسېدای شي.
که دا واکسین تایید شي، د کورونا وبا سره مبارزه کې به مهم رول ولوبوي.
ځینې معلومات ښيي چې که لا کار پرې وشي د دې واکسین د خوندیتوب کچه ان تر ۹۰ سلنې هم لوړېدای شي.
د رپوټونو له مخې بریتانیا وار له مخه اسټرا زېنکا شرکت ته د اکسفورډ واکسین د ۱۰۰ میلیونه دوزه، فایزر/بایونټک ته د ۴۰ میلیونه دوزه او موډرنا ته د ۵ میلیونه ډوزه سپارښتنه ورکړې ده.
اکسفورډ پوهنتون داسې مهال د کورونا د واکسین په جوړولو کې د دغه پرمختګ خبر ورکړی چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه د دغه وېروس له دویمې او درېمې څپې سره مخامخ دي.


















