اردوغان: د افغان سولې ملاتړ او د جګړې ختمېدل غوښتي

د خپرېدو وخت

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي هېواد یې افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو غوښتنه او د داسې سولې ملاتړ کوي چې افغانانو ته د منلو وړ وي.

عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر ترکیې ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان، دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو هر یو خلوصي اکار او مولود چاووش اوغلوسره یې لیدلي دي.

د ښاغلي عبد الله پر فیسبوک پاڼه د خپاره شوي بیان له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د سولې راتلو او د جګړې ختمېدو غوښتونکی دی.

ښاغلي عبدالله ویلي: "په دې لیدنه کې مو د افغانستان د باعزته او تلپاتې سولې لپاره د ترکیې د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه."

ترکیه د افغانستان له نژدې متحدینو ده، چې په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره په ځینو برخو کې همکاري کړې ده.

عبدالله عبدالله د ترکیې د دیني چارو سازمان (دیانت) له مشر علي ارباش سره هم لیدلي او د افغانستان په سوله کې یې د ترکیې د عالمانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ترکیې ته سفر درلود او له ترکي چارواکو سره د افغانستان د سولې په تړاو غږېدلی و.

تېره ورځ، زلمي خلیلزاد په واشنګټن کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د افغان سولې، په تاوتریخوالي کې د سملاسي کموالي او په سوله کې د سیمې د رول په اړه خبرې کړې دي.

د تېرو څو اونیو په اوږدو کې عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې ملاتړ جلبولو په موخه ایران،‍ پاکستان او هند ته هم سفرونه کړي دي.

تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له صلاحیتونو څخه د فشار په توګه د طالبانو پر وړاندې کار واخلي چې اوربند ته غاړه کېږدي. ښاغلي غني دغه خبرې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اریا فورمول غونډې ته په ویډيویي بڼه وکړې.

ولسمشر غني له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې له طالبانو سره د سولې خبرو بریا لپاره د بندیزونو کړنلاره د فشار په توګه عملي کړي.