خالد: له بهرنیو ځواکونو پرته هم د خپلې خاورې دفاع کولی شو

د عکس سرچینه، MOD/MOHE/ MOJ
د افغانستان ولسي جرګې ته پر دویمه پرله پسې ورځ درېیو نوماند وزیرانو ته د باور رایو ورکولو بهیر روان دی. دفاع وزارت ته نوماند اسدالله خالد، عدلیې وزارت ته نوماند فضل احمد معنوي او لوړو زدکړو وزارت ته نوماند عباس بصیر د پارلمان عمومي ناستې ته ورغلي وو او خپل پروګرامونه یې وړاندې کړل.
دغو وزیرانو خپلو ویناوو کې وویل، هڅه یې دا ده چې د ولسي جرګې ملاتړ ترلاسه او په ګډه کار وکړي.
نوماند وزیرانو څه وویل؟
اسدالله خالد

د عکس سرچینه، MOD
د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد وايي فکر نه کوي چې ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي او ښايي شمېر يې کم یا هم زیات شي؛ خو په وینا يې افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم د خپلواکې دفاع وړتیا لري.
هغه پارلمان ته د خپلو پروګرامونو د وړاندې کولو پر مهال وویل چې فکر نه کوي د سولې خبرې دې هم نتیجه ولري ځکه په وینا يې طالبان او ملاتړي يې د سولې اراده نه لري.
هغه وویل چې په قطر کې د سولې خبرو د امنيتي ځواکونو په عملیاتو ناوړه اغېز کړی:
"که تېر کال د قطر د خبرو مزاحمتونه او محدودیتونه نه وای، ښايي ډېرې لاسته راوړنې به مو لرلې. تاسو شاهد یئ چې د قطر له هوکړې وروسته موږ دفاعي حالات ته لاړو او دا چې دښمن قطر د چال او فرېب په توګه وکاراوه او تر اوسه هم نه د سولې او نه هم د تاوتريخوالي په خاطر هېڅ پرېکړه شوې نو ډاډه نه یو چې خبرې دې نتیجه ولري خو دا په دې مانا هم نه ده چې د سولې مخالف یو".
اسدالله خالد وايي، افغان ملي اردو ۹۶ سلنه عملیات خپله کوي او یواځې څلور سلنه عملیاتو کې ور سره بهرني ځواکونه همکاري کوي.
۴۹ کلن اسدالله خالد د غزني ناوه ولسوالۍ کې زیږېدلی، لومړنۍ لوړې زدکړې یې د تاجکستان یوه پوهنتون کې کړې دي. نوموړي د غزني او کندهار د والي او د قبایلو او سرحدونو د وزیر او د ملي امنیت د رییس په توګه دندې ترسره کړې دي.

اسدالله خالد دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې دفاع وزارت ویلي، د شمال ختیځ کندوز ولایت له دشت ارچي ولسوالۍ یې طالبان ایستلي او اوس د ولسوالۍ د مرکز کنټرول د افغان ځواکونو په لاس کې دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تېره ورځ رد کړې وه چې ګنې ددې ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته لوېدلی.
خو د کندوز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي ویلي وو، د لړم پر ۲۵مه طالبانو پر دشت ارچي ولسوالۍ برید وکړ، چې بالاخره تېره ورځ ګهیځ یې د ولسوالۍ مرکز ونیو.
بل خوا، د فاریاب والي نقیب الله فایق هم ویلي، تېره شپه طالبانو د قیصار ولسوالۍ د پولیسو مرکز ته څېرمه له چاودېدونکو توک ډک هاموې موټر چوولی چې یوازې څلور امنیتي سرتېري پکې ټپیان شوي دي.

فضل احمد معنوي

د عکس سرچینه، Social Media
د عدلیې وزارت له پاره نوماند فضل احمد معنوي هم د قوانینو پر سم او اساسي تنظیم ټینګار وکړ.
ښاغلي معنوي د دغه وزارت یوه مهمه کاري برخه د انسان له قاچاق سره د مبارزې د دولتي عالي کمېسیون پر مخ وړل وبلل او د ماشومانو د ناوړې کارونې مخنیوی یې یاد کړل او ویې ویل چې افغانستان په دې برخه کې پرمختګ نه دی کړی او د نړیوالو بندیزونو له ګواښ سره مخ دی:
"له بده بخته تېر کال افغانستان درېیمې درجې ته ټیټ شوی او له همدې امله یوه درجه ټیټ شوی او که بل هېواد دغه حالت کې وی نو بندیزونه به پرې لګېدل. یوه پلمه مو کورونا ده او بل په هېواد کې روان حالات د دې لامل شوي چې په استثنايي ډول د داسې سپارښتنې لامل شوي وي چې بندیزونه نه دي لګېدلي. که دا حالت بدل نکړو نو بل کال ډېر احتمال شته چې نړیواله مرستې پرې کړي ځکه په دې برخه کې لاسته راوړنې نلرو".
فضل احمد معنوي د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین جګپوړی غړی و. نوموړی پنجشېر ولایت کې زیږېدلی او اسلام اباد کې یې اسلامي زدکړې کړې دي.
نوموړی د پوهنې وزارت د مرستیال، د افغانستان سترې محکمې د مرستیال او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مشر او د افغانستان د عالمانو شورا د مرستیال په دندو پاتې شوی دی.
عباس بصیر

د عکس سرچینه، Social Media
د لوړو زده کړو لپاره نوماند وزیر عباس بصیر هم په پوهنتونو او د لوړو زده کړو په مؤسسو کې په شته ستونزو تمرکز وکړ او ویې ویل چې هڅه کوي دا ستونزې حل کړي.
هغه د پوهنتونو د وړتیاوو د لوړولو له لارې د جذب د وړتیاو لوړول خپله عمده لاسته راوړنه وبلله:
"د پوهنتونونو د وړتیاوو په لوړولو سره به په تحصيلي ادارو کې لا ډېرو زدهکړیالانو ته د جذب زمینه برابره کړو او هڅه به وکړو چې هېڅ افغان ځوان له تحصيلي سفره بې برخې پاتې نشي".
عباس بصیر غزني کې زیږېدلی او هند کې یې چاپېریال ساتنه کې لوړې زکړې کړې دي. نوموړی وړاندې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړي مرستیال کریم خلیلي د دفتر مرستیال او د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال پاتې شوی او د پوهنتون استاد هم دی.
نوموړی څو کاله وړاندې د ټولګټو وزارت لپاره معرفي شوی و، خو له پارلمان یې د تایید رایې ترلاسه نه کړای شوې.
تېره ورځ هم بهرنیو چارو وزارت ته نوماند محمد حنیف اتمر، مالیې وزارت ته نوماند عبدالهادي ارغندیوال او کورنیو چارو وزارت ته کاندید مسعود اندرابي ولسي جرګه کې د خپلو پروګرامونو په اړه ویناوې کړې وې.

د عکس سرچینه، ARG
په پام کې ده چې سبا (چارشنبه، نومبر ۱۸مه) به صنعت او سوداګرۍ وزارت ته نوماند نثار احمد غوریاني، مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزارت ته نومانده معصومه خاوري، کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نوماند بشیر احمد ته ینج او کج او اوقافو وزارت ته نوماند محمد قاسم حلیمي پارلمان ته خپل پروګرامونه وړاندې کړي.
د دغو وزیرانو د پروګرامونو تر اورېدو وروسته به ولسي جرګه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د دغو نوماندانو لپاره د باور رایې د ورکړې لپاره صندوقونه کېښودل شي.
دا هم د لوستلو دي:





















