تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امرالله صالح "نیول شوي ترهګر دې علني محاکمه" شي
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان له قضائیه قوې غوښتي چې د هغه په ټکو "نیول شوي ترهګر" علني محاکمه کړي. هغه د دغې غوښتنې لامل د ده په خبره "ترهګر" ته د ساحې تنګول بللي.
امرالله صالح د شپږنیمو بجو غونډې په راپور کې لیکلي چې د دغو غونډو د ګډونوالو په استازولۍ له قضاییه قوې دا هیله کوي. هغه لیکلي چې د محاکمې په جریان کې دې د "شهیدانو" کورنۍ هم د شاهد په توګه وغوښتل شي.
هغه له خلکو هم غوښتي چې د دغې غوښتنې غږ ورسره بدرګه کړي "تر څو ترهګر ته ساحه تنګه شي او نابودشي"
افغان حکومت په ۲۰۱۶ کال کې ویلي وو چې له ترهګرۍ سره تړلو جرمونو پر سر يې څرخي پله کې شپږ زندانيان اعدام کړي.
د سترې محکمې او حقوقپوهانو نظر
د افغانستان ستره محکمې په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.
ځینې حقوقپوهان هم وايي، د افغانستان قوانین هم له ځینو استثناوو پرته حکم کوي چې د عدالت د ښه تأمین، روڼتیا او د خلکو د عبرت په خاطر دې د محکمې غونډې علني وي.
د حقوقپوهانو د ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح وايي، د افغانستان د قوانینو له مخې هره محاکمه باید په علني ډول ترسره شي او که د اخلاقي مسایلو، کورنيو د اسرارو او عامه نظم اړوند په خاطر محاکمه په استثنايي ډول په پټه ترسره کېږي هم حکم يې باید ډاګیز وي.
هغه وايي "ستره محکمه او په ټوله کې قضايي قوه په مرکز او ولایتونو کې د دې وړتیا لري چې محاکمه په علني توګه جوړه کړي او دا د خلکو حق دی چې ګډون پکې وکړي... خو بحث دا دی چې اراده قوي شي او خلکو ته د دې اجازه ورکړي چې په غونډو کې ګډون وکړي".
که څه هم ځینې نور حقوقي او سیاسي کارپوهان بیا دا ډول غوښتنې د سولې د روانو هلو ځلو زیانمنوونکې ګڼي.
د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون پخوانی مشر ګل رحمان قاضي وايي، "اوس د مذاکراتو له لارې د افغانستان د قضيې حق نړیوال او سیمه ييز تأييد هم لري او اجماع هم پرې شته او په څلورو لسیزو کې د زور له لارې سولې ته ونه رسېدو نو په داسې حالاتو کې داسې اقدامات موږ د جنګ طرف ته بيايي".
افغان حکومت یاد کسان له ترهګرۍ سره په تړاو په درنو جرمنو محکوم کړي وو، خو طالبانو د دغو کسانو وژنه له بشري حقونو سرغړاوی بللی و.
د شپږنیمو بجو غونډې د یکشنبې (د لړم ۲۵مې) پرېکړه کې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال پر فېسبوک پاڼه خپره شوې، ښاغلي صالح ویلي له کلونو راهیسې په کابل کې یو داسې "تر ځمکې لاندې ځواک" رامنځته شوی چې د قانون ماتوونکو ملاتړ کوي.
هغه لیکلي، د قضیو یو اړخ پولیسو او یا څارنوالۍ ته د تګ پر ځای وسله والو یا زورواکانو او جنایتکارو ډلو ته ورځي تر څو مقابل اړخ په زور او وېرولو تسلیمېدو ته اړباسي.
په افغانستان کی ځینې خلک په قضائیه قوه کې له فساد سر ټکوي. ویل کېږي چې په ځینې ولایتونو کې خلک د خپلو حقوقي مسلو د حل لپاره طالبانو ته هم مراجعه کوي.
د افغانستان د روڼتیا څار بڼسټ سږ کال په راپور کې ویلي وو، اداري فساد پر قضايي سیستم د خلکو باور کم کړی دی.
د یاد بنسټ په راپور کې راغلي وو، د نظرسنجونو پربنسټ، دوی د فساد په اړه سروې په ۲۰۱۸ کې بشپړه کړې وه، چې د دولت د تایید له کبله یې د پایلو خپرېدل وځنډول شول.
په دې رپوټ کې دا هم راغلي وو، هغه افغانان چې د طالبانو له واک بهر سیمو کې اوسېږي، په ټوله کې لاهم د دولتي محکمو او سیمه ییزو شوراګانو پرتله د طالبانو پر پرېکړو ډېر باور کوي.
د شپږنیمو بجو غونډه د امرالله صالح هغه نوښت دی چې د امنیت د ښه کولو په نیت یې د رهبرۍ په لاس کې اخیستو سره پیل کړې.
د دغو غونډو یو اقدام د تورنو کسانو د شهرت خپرول او د نیولو د خبرداري صادرول هم وو.
د دغې غونډې په راپور کې دا هم راغلي چې له ۳۶۰۰ کسانو چې دوی یې جرم پېشه بولي ۷۰۰ کسان یې نیول شوي.
هغه له ولایتونو سره هم د تورنو کسانو د معلوماتو د شریکولو په اړه د پرمختګ خبره هم کړې ده.