پر کابل پوهنتون برید؛ ۳۰۰ افغان او نړیوالو استادانو او څېړونکو د روزنیزو بنسټونو ساتلو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، NAJIBA NOORI
ځینو افغان او نړیوالو پوهنتوني زده کوونکو او ښوونکو ویلي، پر کابل پوهنتون او نورو تعلیمي بنسټونو وروستيو بریدونو غمجن کړي او د برید له قربانیانو سره پیوستون ښيي.
دوی د زده کړو مرکزونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
دوی په دې اړه یوه اعلاميه خپره کړې چې ۳۲۳ نوموتي افغان او نړیوال څېړونکي په کې دي.
د اعلامیې تر لاسلیک لاندې د نوام چامسکي، توماس بارفیلد، بارنټ روبین، انتونیو جوستازي، نظیف الله شهراني، داریوش اشوري او روان فرهادي نومونه دي.
په دې لیک کې چې په نړیواله کچه د ډېرو پېژندلو شویو علمي شخصیتونو له خوا لیکل شوی، له افغان دولت، د امریکا له متحده ایالتونو، اروپايي ټولنې، د سیمې له هېوادونو، د ملګرو ملتونو په ګډون له نړیوالو سازمانونو او د اسلامي همکاریو له سازمانه غوښتل شوي چې له خپل نفوذه په استفادې دې څېړنه وکړي، د بریدونو عاملان دې محاکمه کړي، د روزنیزو مرکزونو ساتنه دې وکړي او په افغانستان کې دې د تُندلارۍ سرچینې ومومي.
د لیک په پای کې په دوحه کې له افغان مرکچي پلاوي هم غوښتل شوي د زده کړې او زده کوونکو د امنیت ساتل دې ژر تر ژره د سولې د خبرواترو برخه وګرځوي.
په لیک کې راغلي چې "پر دوشنبه (نومبر دویمه)، درو وسله والو پر کابل پوهنتون برید وکړ او بې هدفه یې پر محصلینو او علمي پلاوي ډزې وکړې.
په دې برید کې چې شپږ ساعته وغځېد، لږترلږه ۲۲ کسان پکې ووژل شول او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل پوهنتون د افغانستان تر ټولو وتلی پوهنیز بنسټ او تر ۲۵۰۰۰ د ډېرو محصلینو په لرلو په هېواد کې تر ټولو زوړ او لوی پوهنتون دی. دا په کابل کې تر یوې اوونۍ لږې اوږدې موده کې پر روزنیزو بنسټونو دویم برید و.
دغو پوهنتوني څېرو ویلي، زدکوونکو او د زدکړې پر مرکزونو که په جګړه کې د هر ښکېل لوري له خوا برید وي، غندي یې.
په یادو بریدونو ځینو ټپیانو وروسته ساه ورکړې چې د مرګژوبلې په لومړنیو شمېرو کې دا نه و منعکس شوي.
"اسلامي دولت" نومې ډلې یا داعش د دغو بریدونو مسئولیت اخیستی دی خو افغان دولت وايي ډېر شواهد لري چې دا کار طالبانو کړی دی، خو طالبانو بیا په کې لاس لرل رد کړي دي.
د عامه ساتنې ملي تصدي: د ښوونیزو بنسټونو ساتلو چارې ته چمتو یو
د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدي وايي، دوی چمتو دي، چې د کابل سربېره په ټول افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو، خصوصي ښوونځیو، ښوونېزو مرکزونو او اکاډیمیکو بنسټونو امنیت وساتي.
د افغانستان دعامه ساتنې ملي تصدي، چې مخکې یې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه، اوس د ملي امنیت شورا تر چتر لاندې د یوه خپلواک امنیتي بنسټ په توګه کار کوي.
چارواکي یې وايي، دغه اداره د خصوصي امنيتي کمپنيو د بديل په توګه رامنځ ته شوې چې د خصوصي سکتور تر څنګ، د دولتي، ملي او بين المللي پروژو او بنسټونو د امنیت ساتنې دنده لري.
د دغې ادارې د رسنیو برخې مشر ضیاء ودان وايي، له دې مخکې خصوصي سکټور په خپله خوښه د خپل امنیت ساتنې لپاره کسان ګومارل، خو په وینا یې له دې وروسته مکلف دي، چې امنیتي کسان د عامه ساتنې ملي تصدي له اړوند سرتېرو غوره کړي.
د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم د عامه ساتنې ملي تصدۍ له دغې پرېکړې هرکلی کړی
د خصوصي سکټور د امنیت ساتنې لپاره د عامه ساتنې ملي تصدۍ اړوند سرتېرو ټاکلو پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې نژدې دوه اوونۍ مخکې پر کابل پوهنتون برید وشو چې په پایله کې یې ۲۲ کسان ووژل شول او تر ۴۰ پورې نور ټپیان شول. طالبانو په دغه برید کې خپل لاس درلودل رد کړ او "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې یې مسئولیت ومانه، خو تازه د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي، پر کابل پوهنتون برید پلانوونکی نیول شوی او د هغه یوه ویډیويي کلیپ هم رسنیو ته لېږلی دی.
پر کابل پوهنتون د برید دغه طرح کوونکي، په خپور شوي کلیپ کې وايي، برید یې له دریو نورو ملګرو سره په ګډ پلان کړی.
طالبانو بیا هم د ښاغلي صالح دا خبره رد کړې ده چې ګواکي پر کابل پوهنتون بریدګر طالبانو ته اړوند کس دی.
پر کابل پوهنتون له برید یوه ورځ وروسته د دغه پوهنتون محصلینو، مدني فعالانو او د محصلینو کورنیو مظاهره وکړه او له حکومته یې د ښوونېزو بنسټونو د امنیت ساتنې غوښتنه وکړه.
پر کابل پوهنتون له برید مخکې د کابل په لوېدیځ کې پر څو ښوونیزو مرکزونو هم د وسلوالو ډله یز بریدونه شوي ول، چې وروستی یې د کوثر په نوم ښوونيز مرکز و چې پړه (داعش) اخیستې وه.




















