'د افغانستان ګمرکونو کې کابو ٪۴۰ عواید ضایع کېږي'

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي هم وايي، د تېر کال د همدې مودې پرتله د ګمرکونو په ملي عوایدو کې کموالی راغلی
د خپرېدو وخت

د افغانستان د ماليې وزارت وايي دا مهال په ګمرکونو کې نژدې څلوېښت سلنه ګمرکي عواید ضایع کېږي او د حکومت بودیجې ته نه ځي.

عبدالهادي ارغندیوال مشرانو جرګې ته ویلي، که کورني عواید ضایع نه شي نو دغه هېواد د خپلو کورنیو عوایدو له لارې تر یوه حده پر ځان بسیا کېدای شي.

د افغانستان په ملي عوایدو کې د فساد مسلې ‌ډېر افغانان اندېښمن کړي، خو د افغانستان د مالیې وزارت وايي، اوس یې د ځینو برخو لپاره اړین ګامونه اخیستي دي.

د افغانستان د مالیې چارسمبالی وزیر عبدالهادي ارغندیوال د یکشنبې په ورځ مشرانو جرګې ته وویل، د ګمرکي عوایدو د یوې لویې برخې د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي:

"موږ ډاډه یو چې د افغانستان په ګمرکونو کې په خواشینۍ سره لږ ترلږه څلوېښت سلنه ګمرکي عایدات ضایع کېږي او هلته فساد شته چې د سکنرونو په لګولو سره به یې مخه ونیول شي."

د افغانستان اقتصاد او ملي عواید د کورونا وېروس په راتلو سره سخت زیانمن شوي.

مخکې افغان حکومت ویلي وو چې د کورونا وېروس خپرېدو له کبله د بې وزلۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي هم وايي، د تېر کال د همدې مودې پرتله د ګمرکونو په ملي عوایدو کې کموالی راغلی دی:

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په افغانستان کې د کورونا وېروس له خپرېدو سره یو شمېر نړیوالو ادارو او ځینو هېوادونو له کورونا وېروس سره د مبارزې او د دغه هېواد د مالي زیان راکمولو لپاره شاوخوا ۳۰۰ ملیونه ډالره مرسته کړې ده.

''په روان ۱۳۹۹ مالي کال کې تر دمګړۍ پورې موږ له ګمرکونو ۶۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي چې تېر کال څلور میلیارده افغانۍ عواید پرې ډېر وو."

څو میاشتې مخکې له فساد سره د مبارزې او ارزونې ځانګړې کمېټې (مېک) ویلي وو، د افغانستان په ګمرکونو کې د عوایدو راټولولو بهیر روڼ نه دی او ددغو عوایدو یوه برخه د زورواکانو او مخورو کسانو جیبونو ته لوېږي.

د مالوماتو له مخې د افغان حکومت عواید په تېرو ۸ کلونو کې کال په کال پورته شوي وو، خو دا ځل د پام وړ کم شوي دي. دغه زیان په تېرو شاوخوا ۶ میاشتو کې افغانستان ته د کورونا وېروس له راتګ سره اوښتی دی.

په افغانستان کې د کورونا وېروس له خپرېدو سره یو شمېر نړیوالو ادارو او ځینو هېوادونو له کورونا وېروس سره د مبارزې او د دغه هېواد د مالي زیان راکمولو لپاره شاوخوا ۳۰۰ ملیونه ډالره مرسته کړې ده.