تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هسکې مېنې ویرجنه جودره؛ کوچنی کلی لوی غم او له حکومته ګیله من
- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, بي بي سي، ننګرهار
- د خپرېدو وخت
د هسکې مېنې د دې کوچني کلي جودرې د اوسېدونکو لوی غم یو کلن شو. ټيک کال وروسته د ځانمرګي بريد اغېز لا هم پر کلي خپور او د کلیوالي ټولنيز چلند او جوړښت یې اړولی دی.
هغه ورځ چې زه جودرې ته ورسېدم، نژدې غرمه وه. په کلي کې چوپتيا خپره وه. داسې ورځ چې په کلي کې د هماغه چاودنې له امله د يو وژل شوي ځوان په نوم شوې کونډې د واده مراسم د هغه بل ورور ته روان ول؛ د انارګل او د ورور ګډ واده و. خو بې سازه او بې شوره.
يوازې ځايي خلک د يوې حجرې په انګړ کې راټول او دوو ځوانانو ته یې د هغوی د واده په پار پلاستيکي ګلان غاړې ته ور اچول او په نه زړه یې مبارکي ورکوله.
يو کال وړاندې به د خوښيو په مراسمو کې له جودرې راتاو غرونو کې د ډهل او سورني غږونه غبرګېدل، خو اوس په کې د خوښۍ په شېبو کې د غم نښې له ورایه څرګندې دي.
نن د همدې پېښې د یوې کونډې واده و. انارګل ته د خپل وژل شوي ورور کوژدنه ور ودېدله.
ده خپل دوه ورونه په هغه چاودنه کې بايللي ول. د ده چې د واده د خوړې د ورکړې په وخت اوښکې له سترګو بهېدې ویل:
"نن مې ورور هماغسې يادېږي. زما زړه کې نور ارمانونه ول. بيا مې دوه ورونه چاودنه کې ووژل شول. نو د ورور ښځه پاتې شوه. اوس هغه ماته ودېږي. ما مې ملګري خبر نه کړل، ځکه زړه مې نه غوښتل. "
ما له انارګل وپوښتل، داسې فکر دې کله کړی و چې د ورور مېرمنې به دې تاته ودېږي!؟
د هغه چې هره شېبه سترګې له اوښکو دکېدې وويل: "داسې فکر مې چېرته کړی و. اوس به مې د ورور واده و. نن زما دی. د هغه ناوې ماته ودېږي. ارام ژوند و. ما مې د خپل ژوند لپاره ډېرې هيلې درلودې. يو دم داسې پېښه وشوه چې زموږ ټول ژوند يې ودراوه. ناچاري ده. ورور مې نه هېږېږي. کله مې هم زړه کې نه و تېر شوي چې داسې حالت سره به مخ کېږو. "
یو کال وړاندې
د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار د هسکې مینې د جودرې پر جومات د خونړي بريد یو کال ووت چې په کې ۳۵ کونډې او بورې شوې.
يو کال وړاندې د همدې کلي خټين جومات ځانمرګي په بل مخ واړاوه او ګڼ لمونځ کوونکي یې سجدې کېښودلو ته پرېنښودل. په بريد کې له ملک تر ډاکټره د يوه کلي ۶۴ د سر سړي ووژل شول ، ۳۵ ژوبل شول. ګڼ یې يتیمان او ۳۵ مېرمنې یې کونډې کړې.
دا بريد په افغانستان کې له نورو شويو بريدونو يو څه مُتفاوت و. دلته په یو داسې مسجد کې چاودنه وشوه چې ټول لمونځ کوونکو یې سهار ماښام سره لیدل. سره خپلوان او په غم او ښادۍ کې سره شريکې دي.
له ولسمشر محمد اشرف غني ناهیلي
په بريد کې ویجاړ شوی مسجد تراوسه لا نیم ودانه دی او پوره جوړ شوی نه دی. کلیوال له مسجد بېرون په اواره شوې ځمکه لمونځ کوي.
هغه مهال له بريد وروسته ولسمشر محمد اشرف غني هسکې مېنې ته راغی. د پېښې له ویرجنو سره يې ژمنې وکړې. ځایي خلک وايي، د ولسمشر د ژمنو د پوره کېدو غږ پسې څو ځلې کابل ته ولاړل، خو ولسمشر یې بيا و نه لید.
د جو درې یو قومي مشرعبدالستار وايي، نور ناهیلي شوي دي. "ولسمشر موږ سره د پنځو خبرو ژمنه کړې وه. مکتب، کلینک، سړک جوړول، شهیدانو ته نومرې او مسجد جوړول وو. یوازې د مسجد کار وشو، هغه هم پوره شوی نه دی. تاسو يې خپله وګورئ. نیمګړی دی. "
عبدالستار چې کلیوال یې ترې چاپېر راټول و، زياته کړه: "دوه ځل کابل ته لاړو چې ولسمشر اشرف غني سر وګورو، خو موږ سره چا و نه کتل. تشې دخولې خبرې شوې. "
د کلي يواځيني وژل شوي ډاکټر د نشتوالي اړتيا
موږ د کلي په منځ کې هغه روغتيایي کتنځي ته ورغلو چې له بريد وړاندې په کې د همدې کلي يواځیني ډاکټر د خپلو کلیوالیو درملنه کوله.
محمد عارف د دې کلي يواځنی ډاکټر و چې په هغه بريد کې ووژل شو. روغتیایي چوپوړونو یې کلیوال له اوږدو مزلونو راګرځولي ول. خو اوس چې نشته کلیوال يې بې ډاکټره دي. اوس د ډاکټر زلموټی زده کړیال ورورله خلکو سره لومړنۍ روغتيایي مرستې کوي.
ورور یې ايمل خان راته وویل، له هغه بريد ژوندی وتلی او اوس تر خپلې وسې د کلیوالو خدمت کوي. "زما ورور خو ډېر تکړه و. زه به ورسره همدلته وم. لږ څه ډېر مې زده کول، چې هغه ولاړ دا درملتون او معاینه خانه بنده وه. ما ویل راځه تر خپله وسه به دا ځای فعال وساتم. اوس زده کړې هم کوم او دلته هغه لومړنۍ د خلکو تداوي هم کوم چې زما له وسه پوره وي، ورته وایم چې بل کلي یا ځای ته په ډاکټر پسې ولاړ نه شي. "
ایمل خان په یوه جمله کې راته یو لوی مفهوم ونغاړه او ویې ویل: "خوښيو زموږ له کلي کډه کړې. "
تراوسه د جودرې د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. هغه بريد چې د دې کلي د خلکو ژوند يې ګډوډ کړ.
يوه ویر، په یوه ځل دلته د هر کور دروازه وټکوله، د ګټې وټې سړي یې واخیستل او د ډېرو او حجرو خوښي يې ولوټله. تر دې چې د ځوانانو ناستې پاستې کمې او د غم او درد سيوری تل د دوی په سر ګرځي.
موږ چې نژدې پنځه ساعته په همدې کلي کې تېر کړل، د خلکو په څېرو کې مو داسې رښتیانۍ خوښي ونه لیده، په داسې حال کې چې په کلي کې د دوو ځوانانو د واده مراسم روان ول. یوازې د دود په ډول ستړي مشي او ښه راغلاست.
په جو دره کې هر کور زخم او کړاو لیدلی دی. زه کور په کور او کوڅه په کوڅه وګرځېدم. په همدغه یوه کوڅه کې لومړني کور لس، دویم درې او هغه درېيم کور چې دروازې یې سره مخامخ دي دوه ځوانان په همدې یوه چاودنه کې وژل شوي. دا نژدې د ټول افغانستان د جګړې کيسه بيانوي. هغه جګړه چې له شمال، تر سويله، له ختیځ تر لويديځه د خلکو ژوند اخلي او د درېدو کوم څرک يې نه لیدل کېږي.
یوه ورځ کې جوړه هدیره
په افغانستان کې لکه د نورو وطنونو خلاف کله کله یوه ورځنۍ هدیرې هم جوړې شوې دي. تر ډېره هديرې په کرار کرار له مړو ډکېږي، خو دلته په جو دره کې په يوه ورځ هديره جوړه شوې او په يوه ورځ له جنازو ډکه شوې.
هديره پر لوړ ځای داسې جوړه شوې چې له ټول کلي ښکاري او پر ټولو شناختو په سره رنګ د "شهيد " کلمه کښل شوې ده. او له تېر يو کال راهيسې پر هدیرې ویر هره جمعه تازه کېږي.
۵۰ کلنه تورپيکۍ مو همدلته ولیدله. دا د خپل خاوند سيدان قبر ته راغلې وه. څنګه مو چې وپوښتل، تېر کال مو څنګه تېر شو، مړې اوښکې یې له سترګو راونې شوې. ويل یې. دلته ډېره کله راځي او خپل مېړه ته د بې وسۍ او بې کسۍ اوښکې توېوي. وایي، له هغه بريد وروسته جو دره له ژونده ووته. " یو کال ووت. موږ در په دره شوو. هغه ورځ هم جمعه وه او نن هم جمعه ده. هېڅ مو نه هېرېږي. له کوره روغ رمټ ولاړ او مړ جسد یې کلیوالو مېرمنو راوړ. ډېرې بدې ورځې راغلې. زړه مې صبر نه کوي. هر وخت دلته راځم.
تورپيکۍ ژړل او او زياتوله يې "خاوند مې تکړه سړی و. ټول کلی پرې اباد و.موږ اوس در په دره او ډېر په بې وزلۍ کې ژوند کوو، هغه هېڅ نه و کړي، هسې مړ شو، اوس څوک وايي هم نه چې دا کار دې موږ کړی وي. هغه بې ګناه و. "
جو دره د افغانستان د ناکرارو ورځو کيسه بيانوي. په يوه شېبه کې چاودنه وشي او د ټول عمر لپاره د خلکو ژوند ویجاړ کړي. ممکن دا وضيعت بدل شي، کورونه او جوماتونه بيا جوړ شي، خو د بايللو انسانانو داغونو به تل د ژونديو پر غمجنو سینو سیوری غوړولی وي.
هغه غم؛ چې تورپيکۍ يې په زړه داغلې او له کلي یې خوښيو کډه کړې او د انارګل واده چې د خوښيو شېبو کې يې هم سترګو کې اوښکې ډنډېدې.