دیني عالمان: افغانستان کې روانه جګړه حرامه ده

د خپرېدو وخت

کابل کې یو شمېر دیني عالمانو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د منځګړیتوب لپاره چمتوالی وښوده، دغو عالمانو په خپلو خبرو کې د جګړې ښکېلوخواوو ته خبرداری ورکړ چې د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نشته او سولې ته دې غاړه کېږدي.

دغه ناسته شپږ اوونۍ وروسته له هغې تر سره کېږي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې خبرې پېل شوې، خو تر اوسه په کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی لیدل شوی او په اجنډا یې هم تر اوسه نتیجې نه دي رسېدلي.

د سلګونو عالمانو دغه راټولېدنه د لویې جرګې په تالار کې وه چې په افغانستان کې یې روانه جګړه حرامه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نشته.

دغه ناسته د دیني عالمانو د راټولېدنې تر نامه لاندې د سولې له خبرو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.

د ناستې یوه ګډونوال فضل الرحیم بصیرت د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې جنګ ته بس ووایئ او د سولې لپاره یو غږ شي.

هغه زیاته کړه: "موږ له دواړو خواوو غواړو چې جنګ بس کړي، سوله زموږ لپاره غوره لاره ده، که اتیا کاله نور هم جګړه وکړئ نو اخر به سوله کوئ، که نن سوله وکړئ، د الله په فضل سره به خلک وژغورل شئ. موږ غواړو دواړه اړخونه له هغې وروسته چې بهرني ځواکونه ووځي، په افغانستان کې روانه جګړه به هېڅ شرعي جواز ونه لري. په یاد ولرئ یو کال وروسته به داسې خبرې واورئ چې خجل به شئ. ''

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ له څه باندې څلوېښت ورځو وروسته لا هم د سولې خبرو پر کړنلاره خبرې روانې دي، طالبان خپلې خبرې له امریکا سره د شوې هوکړې پر بنسټ بولي خو افغان حکومت یې مخالفت کوي. دا هغه ستونزه ده چې د سولې خبرې یې په ټپه ولاړ حالت سره مخ کړې دي.

د تماس ډلو تر منځ وروستۍ ناسته تېره پنجشنبه تر سره شوه خو پایله یې نه لرله.

د هېواد مشهور دیني عالم حبیب الله حسام وایي، چمتو دي چې سولې ته درسېدو په موخه د جګړې دواړو اړخونو تر منځ منځګړیتوب وکړي.

هغه وویل:"موږ چې دغه قران په لاس کې لرو، د یو اسلامي هېواد او مسلمان ولس له خوا چمتو یو ښه منځګړیتوب وکړو چې جګړه کمه شي. ''

د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې د خبرو له پیل سره همهاله تمه کېده چې تاوتریخوالی کم شي خو برعکس د افغانستان هر ولایت کې هره ورځ د مخامخ جګړې، ماین چاودنې، او ډله ییزو بریدونو یوه پېښه کېږي.

د دغې ناستې وروستۍ خبرې د علماوو شورا ریس محمد سرور عمري وکړې، له دواړو خواوو یې غوښتنه وکړه چې په خپلو خبرو کې رښتینې واوسي او سولې ته د رسېدو لپاره باید له ځینو شیانو تېر شي.

" له دواړو اړخونو غواړو چې نرمښت وښيي او سولې ته غاړه کېږدي، دویم دې په خبرو کې له رښتینولۍ کار واخلي، یوازې په شعار نه کېږي، موږ دیني عالمان دسولې په خبرو کې منځګړیتوب ته چمتو یو او دغه قرباني ورکوو. ''

له دې وړاندې د ملي امنیت مشاور حمدالله محب ویلي و، په هېواد کې د کورنۍ جګړې د پېل ویره شته خو حکومت د سولې او جګړې په دواړو جبهو کې خپله هڅه کوي چې افغانستان له هغه لوري وژغوري چې پایله یې ترخه ده.