د ډاکتر نجیب الله پلویان: حکومت د شخصیتونو لمانځنه کې توپیري چلند کوي

د نمانځغونډې جوړوونکو اوس پر حکومت تور پورې کړی چې ګواکې د ډاکټر نجیب الله د تلین په نمانځنه کې توپيري چلند کوي، ځکه چې په خبره يې د دې لپاره يې رسمي اجازه تر لاسه کړې وه.
د عکس تشریح، د نمانځغونډې جوړوونکو اوس پر حکومت تور پورې کړی چې ګواکې د ډاکټر نجیب الله د تلین په نمانځنه کې توپيري چلند کوي، ځکه چې په خبره يې د دې لپاره يې رسمي اجازه تر لاسه کړې وه.
د خپرېدو وخت

۲۴ کاله مخکې په همدې ورځ، یاني د تلې پر پنځمه نېټه طالبان کابل ته ننوتل او لومړنی کار يې دا و چې د افغانستان پخوانی ولسمشر نجیب الله اعدام کړي. هغه د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخیستې وه. له هماغه راهیسې يې پلویان د تلین ورځ نمانځي.

ټاکل شوې وه د لویې جرګې په تالار کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله ۲۴ تلین نن شنبې (تله ۵/ سپتمبر ۲۶) ونمانځل شي خو پرون د یو شمېر جهادي ګوندونو تر اعتراض وروسته د دې ډلې تنظیموونکو ته خبر ورکړل شوی چې هلته دې دا غونډه نه کوي.

د نمانځغونډې جوړوونکو اوس پر حکومت تور پورې کړی چې ګواکې د ډاکټر نجیب الله د تلین په نمانځنه کې توپيري چلند کوي، ځکه چې په خبره يې د دې لپاره يې رسمي اجازه تر لاسه کړې وه.

دې کار د ډاکټر نجیب الله د پلویانو غبرګون پارولی او د کابل په ګډون د افغانستان په څو ولایتونو کې يې اعتراضونه کړي دي.

په کابل کې د دې غونډې تنظیموونکي کمیسون په یوه خبري کنفرانس کې وویل حکومت د ولسواکۍ شعار ورکوي خو د دوی "سوله ییزې" غونډې ته يې د اجازې په نه ورکولو سره د اساسي قانون او د بیان د ازادۍ خلاف کار کړی دی.

د دې ډلې یوه غړي جنرال امرالله امان وویل، "داسې باید نه وای شوي. په دې غونډه کې موږ غوښتل خپل نوي کهول ته د ډيموکراسۍ تمثیل وړاندې کړو او ټولې اړوند ادارې مو هم وار له مخه خبرې کړې وې خو چا چې زموږ مخه ونیوله، دغه محفل يې خراپ کړ".

د دې غونډې یوه بل تنظيموونکي حامد روشن بي بي سي ته وویل، 'ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې بنسټ ايښی دی، دا اوس چې له طالبانو سره څه روان دي هغه يې ډېر کلونه مخکې وړاندیز کړی و. د سولې پروسه په اصل کې د هغه نوښت و. نو په همدې اساس مو له دې پروسې ملاتړ اعلاناوه او وړاندیزونه مو لرل چې هغه شریک کړو او وطنوالو او ټولو اړخونو ته يې ورسوو خو پرې نه ښودل شوو'.

په کابل کې د دې غونډې تنظیموونکي کمیسون په یوه خبري کنفرانس کې وویل حکومت د ولسواکۍ شعار ورکوي خو د دوی "سوله ییزې" غونډې ته يې د اجازې په نه ورکولو سره د اساسي قانون او د بیان د ازادۍ خلاف کار کړی دی.
د عکس تشریح، په کابل کې د دې غونډې تنظیموونکي کمیسون په یوه خبري کنفرانس کې وویل حکومت د ولسواکۍ شعار ورکوي خو د دوی "سوله ییزې" غونډې ته يې د اجازې په نه ورکولو سره د اساسي قانون او د بیان د ازادۍ خلاف کار کړی دی.

دا غونډه ولې ونشوه؟

د ډاکټر نجیب الله پلویان له څو کلونو راهیسې د هغه تلین د تلې یا میزان پر پنځمه نمانځي. سږ کال يې هوډ کړی و چې دا غونډه د لويې جرګې په تالار کې جوړه کړي خو مخه يې ونیول شوه.

د هغه د ۲۴ تلین نمانځونکو بي بي سي ته وویل چې دوی ته د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په رسمي ډول د غونډې د جوړولو اجازه ورکړل شوې وه.

موږ نن له ولسمشرۍ ماڼۍ د دې نمانځغونډې د لغو کېدو په اړه وپوښتل خو ځواب مو تر لاسه نه کړ.

داسې ښکاري چې د ځينو جهادي ډلو او د ډاکټرنجیب الله مخالفانو حکومت دې ته اړ کړی چې د دې غونډې د جوړېدو مخه ونیسي.

پرون جمعه یو شمېر "جهادي او سیاسي ګوندونو" د طالبانو په لاس د وژل شوي افغان ولسمشر ډاکټرنجیب الله له تلین غونډې سره مخالفت وښود او ولسمشر غني يې وننګاوه چې څنګه يې "پخوانيو کمونیستانو" ته د لويې جرګې په تالار کې د غونډې د جوړولو اجازه ورکړې ده؟

دوی په ګډه اعلامیه کې ډاکټرنجیب د خلکو قاتل او د اسلامي او جهادي ارزښتونو "ترپښو لاندې کوونکی" بللی او ویلي يې دي چې د هغه د نمانځنې د مخنيوي په برخه کې به "هر ډول" عملي ګام پورته کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون ویلي وو چې که چېرې د ډاکټر نجیب پلویان د هغه د تلین په مناسبت راووځي نو خپلو پلویانو ته يې سپارښتنه کړې وه چې، 'د جرګې تالار او ټولې لارې وتړئ. ارګ او پارلمان تر هغه محاصره کړئ چې حکومت د داسې شرارطونو مخه ونیسي او ټول هغه ملحد او سيکولر چارواکي چې د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته سپکاوی کوي، د اشغالګرانو په څنګ کې او د هغوی تر قومندې لاندې د ملت پر ضد جنګېدلي دي، تر خپلو دندو ګوښه کړي'.

نن د جرګې تالار ته څېرمه د راټولو شویو لاریونوالو له ډلې د ثابت احمدزي په نوم یوه ګډونوال بي بي سي ته وویل چې ګواکې د ښاغلي حکمتیار پلویانو برید ورباندې وکړ خو د ده په خبره بېرته يې د هغوی په راوړل شویو کوتکو هغوی ووهل او پسې وایې خیستل.

په هرات کې د ډاکټر نجیب الله پلویانو چې په کوم ځای کې نن د لاریون تابیا کړې وه، د جمعیت ګوند پلویانو يې پر ځای غونډه وکړه او هغه ځای يې ترې نیولی و.
د عکس تشریح، په هرات کې د ډاکټر نجیب الله پلویانو چې په کوم ځای کې نن د لاریون تابیا کړې وه، د جمعیت ګوند پلویانو يې پر ځای غونډه وکړه او هغه ځای يې ترې نیولی و.

او په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، د ډاکټر نجیب الله پلویانو چې په کوم ځای کې نن د لاریون تابیا کړې وه، د جمعیت ګوند پلویانو يې پر ځای غونډه وکړه او هغه ځای يې ترې نیولی و.

په همدې حال کې حامد روشن هم وايي، د دولت له لوري ورته ویل شوي چې د غونډې مخه يې نه ده نیولې خو د جرګې د تالار پر ځای به يې بل ځای د نمانځغونډې امنیت وساتي.

اوس د دې غونډې تنظیموونکي وايي چې ډېر ژر به د ډاکټرنجیب الله تلینغونډه جوړه کړي.

اعتراضونه هم شوي:

په کابل کې د لويې جرګې تالار ته په ورغلې لاره کې هم نن د ډاکټر نجیب الله یو شمېر پلویانو اعتراضیه غونډه وکړه.

د عکس سرچینه، Social Media_Sabet Ahmadzai

د عکس تشریح، په کابل کې د لويې جرګې تالار ته په ورغلې لاره کې هم نن د ډاکټر نجیب الله یو شمېر پلویانو اعتراضیه غونډه وکړه.

د دې تلین غونډې د لغو کېدو پر ضد پر خواله رسنیو او د کابل په ګډون په پکتیا، پکتیکا او هرات کې اعتراضونه هم شوي دي او په خوست کې سبا د یوه لاریون تابیا ده.

په کابل کې د لويې جرګې تالار ته په ورغلې لاره کې هم نن د ډاکټر نجیب الله یو شمېر پلویانو اعتراضیه غونډه وکړه. دوی نيوکه کوله چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو بېلا بېلو قومندانانو ته غونډې نيول کېږي خو د افغانستان د یوه پخواني ولسمشر د تلین غونډې مخالفت ولې وشي؟

پر خواله رسنیو فېسبوک او ټوېټر هم ګڼو کاروونکو د خپلو پروفایلونو عکسونو پر ځای د ډاکټر نجیب الله عکسونه لګولي دي او په اعتراض کې يې پر حکومتي چارواکو او جهادي مشرانو او د ډاکټر نجیب الله پر مخالفانو نيوکې کړې دي چې ولې يې د هغه د تلین غونډې مخالفت کړی دی.

ځینو د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ د مهال هغه وېډيوګانې خپرې کړې دي چې په جګړه کې ښکېلو خواو ته د ملي روغې جوړې بلنه ورکوي او یو شمېر نورو بیا د افغانستان د دغه پخواني ولسمشر هغه ویناوې چې د دغه هېواد د وضعیت په اړه يې وړاندوینې کړې وې او یو شمېر يې دوی ته اوس ريښتیا شوې ښکاري.

خو د ملاتړو تر څنګ پر خواله رسنیو هم د ډاکټر نجیب الله مخالفانو د هغه پر ضد خبرې لیکلې دي او هغه يې د "زرګونه" افغانانو "قاتل" یاد کړی دی.

په پکتیا کې یو شمر ځوانان د ډاکټر نجیب الله د ۲۴ تلین په مناسبت د هغه قبر ته له ګلانو سره ورغلل.
د عکس تشریح، په پکتیا کې یو شمر ځوانان د ډاکټر نجیب الله د ۲۴ تلین په مناسبت د هغه قبر ته له ګلانو سره ورغلل.

په پکتیا کې د ډاکټر نجیب پر قبر د ګلانو ګېډۍ:

په پکتیا کې یو شمر ځوانان د ډاکټر نجیب الله د ۲۴ تلین په مناسبت د هغه قبر ته له ګلانو سره ورغلل.

دوی په کابل کې د هغه د تلین غونډې د لغوه کېدو پر سر د نیوکې تر څنګ له حکومته وغوښتل چې د هغه قاتلان ونیسي او هغه عاملان هم محکمې ته راکاږي چې د ملګرو ملتونو له دفتره يې هغه راوویست او د مرګ تر کومې يې ورساوه.

له نن نه کابو ۲۴ کاله مخکې د تلې پر ۵ (سپتمبر ۲۷) وسله وال طالبان کابل ته ننوتل، جهادي ډلې له پلازمېنې تښتېدلې وې او طالبانو ځينې مهمې سيمې نيولې وې او د کابل په اریانا څلور لاره کې د ترافیکو په یوه ستنه پورې د ډاکټر نجیب الله او د هغه د ورور جنرال شاپور احمدزي ژوبل او په مرمیو لګېدلي مړي راځوړند وو.

ډاکټر نجیب الله په پکتیا کې پخپله پلرنۍ هدیره کې ښخ دی چې په وروستیو کې يې یو شمېر ځوانانو د خاورین قبر د پخولو تابیا کړې وه خو مېرمن يې فتانه نجیب ویلي وو، د مقبرې تر جوړېدو مخکې دې د هغه د وژلو لامل مالوم شي.

ډاکټر نجیب الله په پکتیا کې پخپله پلرنۍ هدیره کې ښخ دی چې په وروستیو کې يې یو شمېر ځوانانو د خاورین قبر د پخولو تابیا کړې وه خو مېرمن يې فتانه نجیب ویلي وو، د مقبرې تر جوړېدو مخکې دې د هغه د وژلو لامل مالوم شي.
د عکس تشریح، ډاکټر نجیب الله په پکتیا کې پخپله پلرنۍ هدیره کې ښخ دی چې په وروستیو کې يې یو شمېر ځوانانو د خاورین قبر د پخولو تابیا کړې وه خو مېرمن يې فتانه نجیب ویلي وو، د مقبرې تر جوړېدو مخکې دې د هغه د وژلو لامل مالوم شي.