برتانیا نور ټانک نه کاروي؟

ټانک
د خپرېدو وخت

هغه ملت چې ټانک یې پنځولی یا اختراع کړی، نور یې نه کاروي؟

د برتانوي پوځ چلنجر۲ ټانکونه اوس زاړه شوي دي. پر ۲۰۱۹ کال د برتانیا دفاع وزیر پني مورډنټ د دې ټانکونو د نه کارولو په هکله وویل: "له ۱۹۹۸ کال راهیسې چلنجر۲ ټانک بې ترمیمولو کارول شوی دی. په دغه وخت امریکا، جرمني او ډنماکارک دوه ځلې ټانکونه پام وړ عصري کړي دي. روسیې هم پنځه متفاوت ماډلونه په کار اچولي او شپږم یې هم په لار دی."

د برتانیا پخوانۍ دفاعي ارځونې هم دا ښيي چې له ټانکونو یې تر پنځوسوو ډېر هغه کم کړي دي.

ویل کېږي د برتانیا پوځ اوس ۲۲۷ چلنجر ۲ ټانکونه لري چې نیمايي یې له سلاکوټ بهر او د کارولو دي.

د نږدې یوې لسیزې لپاره د برتانیا پوځ د ټانکونو د عصري کولو لپاره متفاوتې حللارې ارزولې دي، چې د جرمني لیوپارډ۲ ټانکونو پېرل یا د چلنجر۲ ټانکونو عصري کول هم پکې راځي.

د برتانوي پوځ لوړپوړو چارواکو بي بي سي ته ویل، وروستیو کې یې په دې هم غور کړی چې یومخ له دې ټانکونو تېر شي.

په داسې حال کې چې د دې ټانکونو انبارول هم یو غوراوی دی، خو له موزیم پرته نور انبارول یې ګټور نه ښکاري.

د برتانوي پوځ قومندان جنرال مارک کارلټن وروستیو کې د پوځ د باور بدلولو خبره وکړه او ویې ویل اوسنیو جنګي وسایلو کې د ټانکونو کارولو اهمیت کم شوی دی.

د هغه په خبره، اوسني مهم ګواښونه ټانک او توغندي نه دي.

PA MEDIA

د عکس سرچینه، PA Media

لوړپوړو دفاعي چارواکو د سایبري او برېښنايي جنګي وسایلو په څېر په نویو جنګي وسیلو د پانګونې او د پخوانیو وړتیاوو پر کمولو خبرې کړې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا پخوانۍ وړتیاوې کومې دي.

د برتانیا دفاع وزیر بن والاس هم هغو بدلونونو ته اشاره کړې چې تمه یې کېږي.

هغه ژمنه کړې چې پر سایبر او په ځمکه، هوا او سمندر کې له کنټرولونکي پرته سیستمونوباندې ډېره پانګونه کېږي.

دفاعي بودیجه کې له پام وړ پانګونې پرته دې هدف ته د رسېدو لپاره باید بې کاره شوي تجهیزات ډډې ته کړل شي او دې سره نویو وسایلو ته اړینه بودیجه برابره شي.

د پانګونې کمښت، ناسمه اداره او په عراق او سوریه کې اوږدمهالې هڅې سبب شوې چې برتانوی پوځ په پخوانيو وسایلو سمبال وساتل شي.

اوس هم د برتانیا پوځ ۱۵ ډوله داسې مختلف زرغرګاډي کاروي چې د تاریخ تېرېدو ورځې یې را رسېږي.

د ۷۰۰ زغرګاډیو د عصري کولو پروګرام هم د مالي دلیلونو له امله ځنډېدلی دی.

ب

د برتانیا حکومت د توپچي، دفاعي توغندیو او انداخت قدرت په عصري کولو کې پاتې راغلې ده.

د شاهي ګډو ځواکونو انستیتیوت په نوم د دفاعي پوهنځي غړی جک واټلېنګ وايي، برتانیا اوس له سخت غوراوي سره مخ ده، یا به وسلې عصري کوي یا به هم د هغو انداخت او ځای په ځای کولو او خوځولو ځواک نوی کوي او دواړه په یو وار هم نه شي کولی.

برتانیا به لومړنی هېواد نه وي چې ټانک کارول پرېږدي. د هالنډ پوځ هم له درنو زغرګاډو پرته نورې درنې وسلې له خپلې لیکې اېستلې دي، خو بیا یې هم کم شمېر ټانکونه پرېښودلي او سرتېري یې د جرمني زغروال جنګي وسایل لري.

په ټوله نړۍ او ان اروپا کې د ټانک خوځولو ته د ټرانسپورټ او لوجسټیک مرستې ضروري دي.

که څه هم امریکایي سمندرساتي ځواکونه ټانک کارول پرېږدي، خو د دغه هېواد پوځ به لا هم پر درنو وسلو پانګونه وکړي.

واقعیت دا دی چې د جنګي وسایلو بدلون سره سره لا هم اصلي پوځي قدرتونه پر درنو زغریزو جنګي وسایلو پانګونه کوي.

د لندن کېنګز کالج کې د دفاعي څېړنو استاد مایکل کلارک وايي، دفاعي ځواکونو کې پر درنو اوسپنو ټینګار نور یو پخوانی فکر دی چې اوسني دور کې له زبرځواکونو پرته د ټولو لپاره له منځه ځي.

خو که برتانیا ټانک ډډې ته کوي په دغسې حالت کې باید خپل ملګري ډاډه کړي چې نورو دفاعي برخو کې پانګونه کوي.

PA Media

د عکس سرچینه، PA Media

د برتانیا یو ملګری ممکن ډېر اندېښمن شي، ځکه کله چې پر ۲۰۱۰ کال برتانیا الوتک وړونکې بېړۍ ډډې ته کړه، د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر وویل، لندن نه غواړي نور لومړۍ درجه پوځي قدرت وي: "ځکه ټولې وړتیاوې نه لري."

دفاعي بیا کتنې د وسلوالو ځواکونو او تجهیزاتو د کموالي په اټکلونو تمامېږي، خو د برتانیا حکومت ژمنه کوي چې دا ځل به حالت بدل وي.

د برتانیا لومړی وزیر اوسنۍ بیا کتنه چې د امنیتي او دفاعي ګډه ارځونه یې بولي، له سړې جګړې وروسته د سیاست او پالیسۍ تر ټولو ټولیزه ارزونه بولي.

خو د نورو ارزونو په څېر دا ځل هم دفاع وزیران او قومندانان لا هم پام وړ مالي فشار سر مخ دي او باید وګوري له شته بودیجې سره څه کار کولی شي.

خو یواځې ټانک هم د ارځونې سوژه نه ده، د جنګي بېړیو او الوتکو شمېر او ډول او د وسلوالو ځواکونو ټول حجم ته هم باید پام وشی او د ارځونې نتیجه چې تر راتلونکي مني پای پورې مالومېږي، نو اټکل او ګومانونه به لا ډېرېږي، خو بالاخره به دا پرېکړه چې ټانک کارول پرېښودل شي که نه یوه سیاسي پرېکړه وي نه پوځي.