د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا ته د ایران سوداګریز دهلېز کار پیل کړ

د عکس سرچینه، IRNA
د افغانستان له لارې د ازبکستان پولې ته د ایران لومړنی سوداګریز بار رسېدلی، چې ژر به له همدې لارې تاجکستان او قرغیزستان ته هم د ایراني مالونو د رسولو لړۍ پیل شي. افغان او ایراني چارواکو دا لار چټګه بللې او وایي، لګښت او خطر یې هم کم دی.
د افغانستان د ترانسپورت وزارت ویاند وحیدالله قوانج د سې شنبې په ورځ (زمری ۲۱مه) بي بي سي ته وویل، په دې لېږېدونکو مالونو کې چای او د ګاډو ټایرونه دي چې په وینا یې، د افغانستان د ګاډو په مټ به لېږدول کېږي.
ښاغلی قوانج زیاتوي، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ترانزیتي پراختیا د ترانسپورت وزارت له لومړیتوبونو دی او هیله یې دا ده چې د نورو هېوادونو مالونه هم د افغانستان له خاورې ولېږدول شي.
د ترانسپورت وزارت ویاند وايي، له دې کاره یې هدف د سوېلي او مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ له افغانستانه د نښلوونکي هېواد په توګه ګټه اخیستل دي.
د ایران (ایرنا) خبري اژانس هم د ایران د ترانزیتي ګمرک د مشر مصطفی ایتي له خولې ویلي، د افغانستان له لارې ترانزیتي مسیر نوې کم لګښته، اغېزناکه او د سیمې د سوداګریزې پراختیا لپاره ګټوره تمامېدای شي.

د عکس سرچینه، IRNA
د هغه په وینا، د ترانزیت په پراخېدو به عاید ډېر او خلکو ته د کار وبار لا نوره زمینه برابره شي.
تېره اونۍ د افغانستان له خاورې څلور لارۍ تاجکستان او دوه لارۍ قرغیزستان ته ورسېدې.
په ۱۳۹۸ کې د ایران، افغانستان، تاجکستان او قرغیزستان چارواکو تهران کې د غونډې پرمهال د دغو هېوادونو له لارې د سواګریزو مالونو پر لېږد هوکړه وکړه.
د ځمکې له لارې د لېږد رالېږد نړیوال کنوانسیون (کتای) ۷۶ غړي لري چې افغانستان یې په ۱۹۸۳ کال کې غړیتوب ترلاسه کړ، خو د جګړې کلونو کې یې غړیتوب وځنډول شو او بالاخره په ۱۳۹۲ کال کې بېرته له دې کنوانسیون سره یوځای شو.




















