ځانګړې لړۍ؛ چین- افغانستان اورګاډي لیکې ته ټوکېدلې هیلې

- Author, امیر بریال
- دنده, بي بي سي مزار شریف
- د خپرېدو وخت
د افغانستان اورګاډي ځانګړې لړۍ لومړی رپوټ کې پر تېر، اوس او راتلونکې وغږېدو، چې له شاوخوا سل کلونو وروسته د افغانستان هغه هیلې په عملي کېدو دي چې دغه هېواد کې به لېږد رالېږد د اورګاډي په مټ تر سره کېږي. دویم کې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان اورګاډي پر موضوع خبرې وشوې او په دې برخه کې د افغانستان او چین تر منځ د ریل پټلۍ پر تګ راتګ موضوع غږېږو.
رپوټ کې پر تېر، اوس او راتلونکې وغږېدو، چې له شاوخوا سلو کلونو وروسته د افغانستان هغه هیلې په پوره کېدو دي چې دغه هېواد کې به لېږد رالېږد د اورګاډي په مټ کېږي.
درېیمه برخه
د مزار شریف ښار ختیځ اووه کیلومترۍ کې له چین نه د ازبکستان یوه اورګاډي ۵۲ کانتینرونو کې د سوداګرو هغه مالونه راوړي وو، چې افغان بازارونو کې مشتریان لري.
دغه ۴۸ واګونه اورګاډي د قزاقستان او ازبکستان له لارې د افغانستان تر بلخ ولایته ۲۷۰۰ کیلومتره سفر کړی دی.

په مزارشریف کې د اورګاډي پټلۍ ریاست د ګټې اخیستنې انجنیر سید قدیم کریمي وايي که افغانستان د تاجکستان له لارې له چین سره د اورګاډي پټلۍ لار ومومي، د افغانستان ـ چین دا ۱۵ ورځنی مزل به درطیو ورځو ته راکم شي:
''که د تاجکستان له خاورې افغانستان ته راشي امکان لري په درطیو ورځو کې موږ ته را ورسېږي، لویه اسانتیا به وي او د سوداګرو مال ژر راځي، په هغې لار چې په قرغیزستان، قزاقستان ازبکستان راځي، د قراردادونو او هېوادونو ترمنځ مشکلات شته، ان شاء الله ډېر ژر به د حیرتان بندر له لارې موږ صادرات هم پیل کړو. ''
ازبکستان او قزاقستان سره د صادراتو په برخه کې د ترانزیتي قراردادونو د نشتوالي او په معیار برابرو توکو د نه تولید له امله افغانستان تر اوسه د ریل له لارې صادرات نه لري.
د سوداګرو تمه دا ده چې د مرمرو او تالک ډبرې، وچه مېوه، غالۍ او کرنیز محصولات به بهر ته اورګاډي کې ولېږي.

په تېرو دوو کلونو کې د حیرتان بندر له لارې تر مزار شریف پر غځېدلې ۷۵ کیلومتره پټلۍ تر اوسه له چین نه سوداګرو ۱۸۹۸ واګونه بېلابېل توکي راوړي.
د مزار شریف یو سوداګر فیروز اکبري وايي، د ایران د بندر عباس او د پاکستان د کراچۍ بندر پرتله د حیرتان له لارې له چینه وارداتي توکې ژر او خوندي رارسېږي، خو دا چې صادرات نه شته د ریل د بېرته تش تګ لګښت هم پر دوی راځي.
که د بلخ سوداګر ددغې لارې لا پراخېدو ته هیله من دي، نو بل لور ته لاهم د افغانستان په بازارونو کې د چینایي توکو یوه وړه برخه له دې لارې راځي.

افغانستان تر اوسه پورې خپل اورګاډی نه لري. هغه اورګاډي چې سوداګریز توکي راوړي، چلوونکي، عمله او هغه کارګر یې چې اورګاډی له یوې لیکې بلې ته مخامخ کوي ازبکان دي.
له چین نه د سوداګرو پر مالونو بار لومړی اورګاډی دوه کاله مخکې حیرتان ته رسېدلی و، چې هغه مهال یې تود هرکلی وشو.


















