د بریتانیا دفاع وزارت افغانستان کې د بېګناه افغانانو د وژنې په اړه څېړنه کوي

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو هوايي ځواکونو د عملیاتو د برېښنالیکونو په ګډون، د دغه هېواد د پوځ محرمانه اسنادو خپرېدو د بریتانیا دفاع وزارت کې د متقابلو تورونو راپورته کېدو لامل شول.

دوې ورځې وړاندې، د یوې افغان کورنۍ وکیلانو د فشار له امله چې د یادې کورنۍ غړي د بریتانیا د پوځ عملیاتو کې وژل شوي، د برتانیا دفاع وزارت اړ شو چې ډېر حساس او محرمانه اسناد خپاره کړي.

په دې اسنادو کې ښودل شوي چې بریتانوي پوځيانو هغه ولسي وګړي هم وژلي چې دوی ته یې هېڅ ګواښ نه پېښاوه، چې دې کار یې جدي اندېښنې راپارولې دي.

د څېړنې پیل

د اسنادو له خپرېدا وروسته اوس د بریتانیا دفاع وزارت په دې اړه د یوې نوې ارزونې پیلولو هوډ کړی چې ومومي ولې د وزیرانو او مرستیالانو په ګډون جګپوړو چارواکو دا مسله پخپلو برېښنالیکونو کې نه ده څارلې.

ځینې پر دې اند دي چې دفاع وزارت کې حقوقي اداره ملامته ده او نور بیا وايي د ځانګړو ځواکونو ریاست، د دفاع وزارت مقام د دې پېښو جرییات نه دي شریک کړي او په لوی لاس یې "پټ" کړي دي.

ځینې بیا د دغو ځانګړو ځواکونو د کړنو او چلن په اړه د اساسي بدلون غوښتونکي دي.

د بي بي سي د نیوز بیټ خپرونې موندلې چې د برییټانیا دفاع وزیر بن والاس به ژر له رخصتۍ ورروسته کار ته راوګرځي په دې هکله یې د ځواب غوښتنه کړې، چې څنګه له کلونو وروسته چې د د دغه وزارت چارواکي او مرستیالان ددغو ایمیلونو په منځپانګو خبر شوي دي.

د دفاع وزارت یوې سرچینې د بي بي سي دغې خپرونې ته ویلي، چې د دغو ایمیلونو د ډولونو په هکله تر اوسه د یاد وزارت لوړپوړو چارواکو ته څه نه دي واضح شوي او یواځې د ایمیلونو عمومي مالومات وړاندې شوي. ویل شوي د ځواب پیدا کولو لپاره څېړنې باید له پیله وشي.

تېر کال د بي بي سي د پانوراما ټلویزیوني خپرونې او "سنډي ټایمز" ورځپاڼې د څېړنو پر اساس د بریتانیا پوځ او حکومت تورن شول چې د افغان وګړو په وژنه کې لاس لري او دا موضوع یې "پټه" ساتلې ده.

همدارنګه، د ۲۰۱۱ کال د هلمند پېښه کې ځینو ژوندي پاتې شویو کسانو په محکمه کې ګواهي ورکړې چې بریتانوي ځواکونو په شپه کې د دوی د کورنۍ هغه غړي چې وسلې یې نه لرلې او پوځيانو ته هېڅ خطر هم نه وو، وژلي دي.

هلمند کې پر هغه شپه څه پېښ شول؟

د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ د ۱۶مې نېټې سهار یوه بجه وه او د سیف الله کورنۍ په ناوه کې په خپل کور کې ویده وه.

ناڅاپه د چورلکو د څرخ غږ دوی له خوبه راویښ کړل، او ورپسې په لاوډسپیکرو کې هم غږونه پیل شول.

سیف الله هغه مهال لا زلمی و، خو د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو په داسې عملیاتو کې راګېر و چې موخه یې (وژل یا ژوندي نیول) وو.

دا ډول د شپې چاڼیز عملیات هغه مهال یو عادي کارېدونکی تکتیک و او له افغان ځواکونو سره په ګډه د شپې په تیاره کې ترسره کېدل.

د دې عملیاتو موخه د جګپوړو طالبانو په نښه کول وو.

سیف الله د هغې شپې د پېښو په اړه د بي بي سي پانوراما خپرونې ته وویل:

"ټول ځان مې له وېرې رپېده". ټول ښځو او ماشومانو ژړل او چیغې یې وهلې".

نوموړي وویل، لاسونه یې ور وتړل او بیا یې د کور له ښځو او ماشومانو سره یوه کونج کې کېناوه. لږه شېبه وروسته یې د ډزو غږونه واورېدل.