د بي بي سي پلټنه: ایران د کورونا وېروس مثبتو پېښو او مړینو اصل شمېر پټ ساتلی

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي بي سي موندنې ښيي چې په ایران کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو او د دې وبا له کبله د مړینو اصل شمېر د هغو شمېرو پر تله نږدې درې برابره دی چې د ایران حکومت په ډاګه کړې دي.
د بي بي سي فارسي څېړنو موندلې ده، د ایران د دولتي ادارو ثبت شوې شمېرې ښيي چې د جولای میاشتې تر شلمې نېټې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله نږدې ۴۲ زره کسان مړه شوي خو د دغه هېواد د روغتیا وزارت له خوا یوازې د ۱۴ زره او ۴۰۵ تنو د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی.
پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم د هغه شمېر نږدې دوه برابره دی چې د ایران رسمي شمېرې یې ښيي.
د اخته کسانو شمېر رسما ۲۷۸ زره او ۸۲۷ ښودل شوی خو موندنې ښيي چې د اخته کسانو شمېر ۴۵۱ زره او ۲۴ دی.
که رسمي شمېرې په پام کې ونیول شي نو بیا هم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله په ایران کې د مثبتو پېښو او مړینې کچه په منځني ختیځ کې تر ټولو هېوادونو لوړه ده.
په وروستیو اونیو کې په ایران کې د کورونا وېروس نوې څپه پیل شوې او د مثبتو پېښو شمېر په زیاتېدو دی.
بي بي سي ته د ورکړل شویو مالوماتو له مخې په ایران کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړینې لومړۍ پېښه د جنورۍ پر ۲۲ ثبت شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP
د مړینې دا پېښه نږدې یوه میاشت وړاندې له هغه ثبت شوې چې ایران کې د کورونا وېروس لومړنۍ مثبته پېښه رسما رپوټ کړل شوه.
له کله چې په ایران کې د کورونا وېروس په خپرېد وو ډېرو څارونکو د حکومت له خوا پر ورکړل شویو شمېرو شک ښودلی وو.
هلته په ملي او سیمه ییزه کچه د کورونا وېروس اړونده شمېرو کې یو ډول بې نظمي لیدل کېدله او ځینو ځايي چارواکو یې په اړه خبرې هم کړې وې.
د احصایې متخصصینو هڅه کوله چې د دې بې بیلابېلو شمېرو له منځه بدیلې تخمینې شمېرې وړاندې کړي.
د نړۍ په لر او بر کې د معاینې امکاناتو په پام کې نیولو سره په شمېرو کې یو کموالی راغلی، خو هغه مالومات چې بي بي سي تر لاسه کړي ښيي چې سره له دې چې د مړینې ټولې پېښې ثبت شوې وې خو ایراني چاراکو دا شمېر ډېر کم ښوده، دا ښيي چې دوی قصدا ټول شمېر نه په ډاګه کاوه.
دا مالومات له کومه تر لاسه شوي؟
دا مالومات یوې سرچینې چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی بي بي سي ته استولي دي او په ایران کې روغتونونو ته د ورغلو کسانو نومونه، جنسیت،عمر، نېټه، په روغتون کې د پاتې کېدو موده او د ناروغۍ د نښو په ګډون مالومات پکې شامل دي.
په دې تفصیلي لست کې د هغو ناروغانو په اړه هم هغه ډول مالومات شته چې بي بي سي له وړاندې تر لاسه کړي وو.
د بهرنیانو ډېر مړه کېدل

د عکس سرچینه، SALAAM TIMES
ایران کې له کورونا وېروس د ممکنه او اصلي مړو کسانو او په دې وېروس د اخته کسانو ترلاسه شوي مالومات ښيي چې دغه هېواد کې د چنګاښ میاشتې تر پای له کووېډ-۱۹ نږدې دوه زره "بهرني وګړي " مړه شوي دي.
دا شمېر ښيي چې ایران کې له کورونا د ممکنه مرګ له مخې د بهرنیانو مړینه د دوی د نفوس سلنې ته په پام دوه برابره ده.
بي بي سي پوره مالومات نه لري چې ایران کې په کورونا اخته او مړه شوي بهرنیان د کومو هېوادونو دي.
خو افغانان په ایران کې د بهرنیو وګړو تر ټولو لویه برخه جوړوي او د نورو هېوادونو کډوال ور سره د شمېر له مخې د پرتلنې نه دي.
له دې مخکې تهران کې افغان سفیر هم پر ایران نیوکه کړې وه چې په کورونا د اخته افغانانو شمېر نه ورته ښيي.
د بهرنیو وګړو په هکله مالومات څه وايي؟
د بي بي سي ارزونه ښيي چې له تېرې دلوې یا سلواغې تر تېر چنګاښ په ټول کې د ایران روغتیايي مرکزونو کې د ۱۹۱۲ بهرنیانو مرګ ثبت شوی دی.
دا شمېر له کورونا د پرېکند یا شوني مرګ له څلور سلنې لوړی دی، هغه هم په داسې مهال چې ایران کې بهرنیان د دغه هېواد د وګړو نږدې دوه سلنه دي.
د بي بي سي مالومات ښيي چې د ایران روغتیايي مرکزونو کې ۱۸ زره ۷۲۲ بهرنیان منل شوي، خو دا شمېر هم له هغه څلور سلنه بستر شویو او مراجعه شویو کسانو لوړ دی چې د کورونا له امله روغتونونو ته تللي دي.
ایران کې د بهرنیو وګړو د مړه کېدو او په کورونا د اخته کېدو ورځنۍ شمېرې هم له عمومي بهیر سره ورته دي.
د تېر لمریز کال وروستۍ میاشت کې دا شمېرې چټکې ډېرې شوې او تر کمېدو وروسته تېر چنګاښ کې بیا اوج ته رسېدلې دي.
ایران کې د بهرنیو وګړو مړینه هم په یو اندازه نه ده، په تېره قم، سیستان بلوچستان او خراسان رضوي ولایت د کورونا د ټولې مرګ ژوبلې پام وړ برخه خپلوی.
قم ولایت کې له کورونا د پرېکند یا شوني مرګ له پلوه بهرني وګړي ۱۳،۷ سلنه جوړوي.
سیستان بلوچستان او خراسان رضوي کې هم په ترتیب ۱۱،۷ او ۱۰ سلنه بهرني وګړي مړه شوي دي.
ایران کې څومره افغانان دي؟

د ایران د سرشمېرنې د ۱۳۹۵ لمریز کال شمېرې ښيي چې افغانان د دغه هېواد ۱،۹۸ سلنه وګړي جوړوي.
پر دې سربېره، ۰،۰۴ سلنه هم عراقیان، ۰،۰۲ سلنه هم پاکستانیان او ۰،۱۶ سلنه هم د نورو هېوادونو وګړي دي.
په دې ډول ۲،۲ سلنه وګړي یې ایرانیان نه دي.
خو له کورونا په ایران کې له مړه شویو نږدې ۴۲ زره کسانو څخه ۴،۵ سلنه یې بهرنیان دي چې د مړینې له مخې د ایران ټول نفوس کې د خپلې ونډې دوه برابره برخه جوړوي.
د امریکا او برتانیا په ګډون په ځینې نورو هېوادونو کې هم په کورونا د اخته کسانو شمېر ښيي چې د ټولنې د ټولو وګړو له اوسط د کډوالو او رنګین پوټکو(سورپوستو او تورپوستو) د مرګ شمېر ډېر دی.
نورو هېوادونو کې د کډوالو د ډېرې مړینې دلایلو کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، د استوګنې حالت، کار او توکمیزه برخه کې نابرابري شامل دي.


















