تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پکتیا کې تښتول شوی ندان سینګ وايي، 'دوی فکر کاوه د هند لپاره جاسوسي کوم'
د جولای پر ۲۶ مه له افغانستانه په یوه ځانګړې الوتکه کې د ۱۱ سیکانو او هندوانو یوه ډله د هند پلازمېنې ډیلي ته ورسېده. له دې مخکې د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي و، 'هند له هغو هندوانو او سیکانو سره هند په تلو کې د مرستې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپل امنیت ته اندېښمن دي. '
له هغه وروسته دا لومړۍ ډله کسان دي، چې له کابله ډیلي ته ورسېدل.
په دې کسانو کې یو سیک سوداګر ندان سینګ سچدیوا هم شامل و، چې په افغانستان کې تښتول شوی و. نوموړی یوې وسله والې ډلې د پکتیا په څمکنیو کې تښتولی و.
نندان سینګ د بي بي سي پنجابي څانګې جسپال سینګ ته وویل:
''هغوی ته نامسلمان کسان انسانان نه ښکاري، د دوی لپاره انسانان یوازې مسلمانان دي. ''
نوموړي زیاته کړه:
''له تښتول کېدو وروسته مې سخت وخت تېر کړ، دومره یې شکنجه کړم، چې اوس هم پر خپلو پښو په اسانۍ نه شم درېدلای. ''
د سږ کال مارچ کې په کابل کې د سیکانو پر یوه عبادتځای برید وشو، چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول.
اوس چې ډیلي ته ۱۱ کسان رسېدلي، د کورنیو ځینې غړي یې په هغه برید کې وژل شوي وو.
ندان سینګ وايي، د تښتوونکو په ولکه کې یې د ژوندي پاتې کېدو تمه ختمه شوې وه. د نوموړي په خبره تښتوونکو یې فکر کاوه، چې دی د هند لپاره جاسوسي کوي:
''د د ژوندي پاتې کېدو هیله مې مړه شوې وه، د یوه غره په سر کې یې ساتلم، ما ورته وویل، چې غریب سړی یم. ''
۵۵ کلن ندان سینګ د نویمو کلونو په لومړیو کې له کورنۍ سره هند ته کډوال شو او له هغه راهیسې له خپلو شپږو اولادونو او مېرمن سره په هند کې اوسي.
خو نوموړی هر کال افغانستان ته سفر کوي. زوی یې جسمیت سینګ وايي:
''په کال کې یو ځل افغانستان ته د خپل عبادتځي خدمت لپاره ځي. ''
ندان سینګ وايي:
''هلته د ګورودوارې د ودانۍ ترمیم، رنګولو او برېښنا مزیو سمولو لپاره تلم. ''
نوموړی د ډیلي په ګرو امر داس ګوروداوره کې د اشپږ په حیث کار کوي. دغه عبادتځای افغان هندوانو او سیکانو په شریکه ودان کړی.
د دغه عبادتځي د انتظامي کمېټې غړی درشن سینګ وايي، په افغانستان کې د ندان سینګ له تښتول کېدو وروسته دوی له افغان حکومت او مخورو سره په دې تړاو وغږېدل او دې کسانو له حکومت سره په شریکه د ندان سینګ خلاصون لپاره ډېرې هڅې وکړې.
ندان سینګ تر اوسه د افغانستان تابعیت لري. د هند حکومت تېر کال دسمبر کې یو قانون منظور کړ چې له مخې یې له افغانستان، پاکستان او بنګله دېشه ورغليو غیر مسلمانانو ته د هند تابعیت ورکول کېږي.
کله له ندان سینګ نه په راتلونکي کې افغانستان ته د بیا تګ په هکله پوښتنه وشوه، نو ځواب یې و:
''نه! بالکل نه! . ''