د طالبانو بریدونو کې پوځي چارواکي او حکومت پلوي قومندانان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د تاوتريخوالي په بېلابېلو پېښو کې درې حکومت پلوي قوماندان له خپلو څو تنو سرتېرو سره وژل شوي. دا پېښې په پکتیکا، غزني او زابل ولایتونو کې رامنځته شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او طالبان یو بل د تاوتریخوالي زیاتېدو او د سولې خبرو کې د خنډ لامل بولي.
د پکتيکا ولایت امنيه قوماندانۍ ویلي د دغه ولایت د سروبي ولسوالۍ سرپرست قوماندان تېره شپه د یوه ماین په چاودنه کې له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی.
د غزني د والي ویاند هم ویلي چې د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې له خپلو دوو سرتېرو سره یو ځای وژل شوی.
همدا راز د زابل د والي ویاند هم د ماين په چاودنه کې د نوبهار ولسوالۍ د امنیه قوماندان د وژل کېدو خبر تأیید کړی.
بله خوا د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي د کندهار - ارزګان پر لویه لاره د سړک غاړې په ماین چاودنه کې درې ملکيان وژل شوي دي.
ښاغلی عبادي وایي، پېښه یکشنبه سهار اووه بجې رامخې ته شوې او پکې د روزګان د امنیت پخواني امر ورور هم وژل شوی دی.
بل لور ته د لوګر امنیه قومندانۍ ویلي د دغه ولایت په مرکزي سیمه کې ګډو ځواکونو شپږ وسله وال د ماین خښولو پر مهال په نښه کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت په بلخ کې د څوارلسو او په فاریاب کې د دولسو طالب وسلوالو د وژلو ادعا کړې.
خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ويلي تېره شپه د بلخ ولایت خاص بلخ ولسوالۍ نواباد هزاره سیمه کې دولتي ځواکونو د يوه ملکي کس په کور بمبار کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي.
په افغانستان کې په دې وروستیو کې تاوتریخوالي یو ځل بیا زور اخیستی او حکومت او طالبان یو بل د دې وضعیت مسئول بولي.
افغان حکومت وایي، که طالبان د سولې خبرو په اړه جدي دي نو لومړی باید بریدونه ودروي او د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.
خو طالبان بیا ټینګار کوي چې له امریکا سره یې د دوحې تړون کې داسې کومه ژمنه نه ده کړې چې پر افغان ځواکونو دې بریدونه نه کوي.
ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه اندېښمن دي او پر ښکېلو غاړو بیا بیا غږ کوي چې بین الافغاني مذاکرات دې ژر تر ژره پیل کړي.



















