افغانستان کې د کورونا ورځو کې ودونه؛ څوک خپه دي، څوک خوشحاله

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ذبيح الله رحيمزی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
کوویډ-۱۹ ناروغۍ که له یوې خوا په افغانستان کې د خلکو ژوند واخېست او مالي زيانونه يې ورته واړول، خو ورسره د لګښت له اړخه د ځینو ملا ماتوونکو دودونو د بدلېدو لامل هم شوې ده.
ځېنې کوژدن شوي چې پوه شول کورونا په لنډ مهال ختمېدونکې نه ده، پرېکړه يې وکړه چې خپل ودونه په کورونو کې وکړي، واړه مراسم او کم خلک ورته راوبولي. ځېنې نور چې په کورونو کې ودونو لپاره ځای نه لري، په بڼوڼو او د رستورانونو د خلاصې فضاء په لټه کې دي.
د ودونو کم لګښت د ځینو ځوانانو لپاره د خوښۍ خبره ده، خو ځینې نور بیا خپه دي چې د واده مراسم یې هغسې نه ترسره کېږي چې دوی یې ارمان درلود.
په کابل او نورو ولايتونو کې د ژوند عصري کېدو او د ودونو د لويو او رنګينو سالونونو په ډېرېدو سره په کورونو کې د ودونو د کولو دود کمرنګه شوی و. خو کوویډ-۱۹ ناروغۍ خپرېدو او د ودونو د تالارونو تړل کېدو سره په کورونو کې د ودونو د کولو دود بيا تازه شوی دی.
په تېره يوه مياشت کې زموږ د شاوخوا اوسېدونکي او پېژندګلوي د څو ودونو شاهدان وو. دغسې مراسم يو ځای زموږ په ګاونډ کې هم وو، خو لکه په تېر وخت کې د ودونو په څېر ګڼه ګوڼه نه وه.
سړي او مېرمنې په نويو او رنګينو جامو کې واده لپاره جوړ شويو مراسمو کې کډون لپاره کور ته ننوتل او د شپې تر ناوخته، ساز او نڅاوې روانې او غږونه یې اورېدل کېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images
خلک وايي، اوس بله لار نه لري، په کار ده چې د کورونا وېروس له امله د رامنځته شویو شرایطو سره ځان برابر او د ژوند ځينې اړين مراسم حالاتو ته په کتو هماغسې سرته ورسوي.
سفير احمد سيال ننګرهار کې د يو ځايي ټلوېزيون خبريال دی. دوه اونۍ وړاندې د ده د واده مراسم په جلال اباد ښار کې د ده په کور ترسره شول. هغه وايي، درې میاشتې په تمه پاتې شو، خو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د ختمېدو نښې نه وې.
"څو مياشتې مو صبر وکړ که وشي، کورونا له منځه لاړه شي، اخر هم داسې نه کېدله. بيا مو پرېکړه وکړه چې واده به وکړم. نو ډېر لږ خلک مو راوبلل، هغوی چې خپه کېدل. کور کې مو مراسم وکړل او واده مې وکړ، که څه هم قيمتي وه، خو دا چې مراسم کوچني وو، لګښت يو څه کم وشو "
په دود ځپلي افغانستان کې د ډېرو لپاره په کم لګښت او لږ راغوښتل شويو مېلمنو سره د ودونو کول کمسارې دي.
دلته د واده په مراسمو کې له سلګونو نیولې تر زرګونو پورې کسان ګډون کوي.
په افغانستان کې د ودنونو لګښتونه دومره لوړ دي چې ځوانان یې د چمتو کولو توان نه لري او ځینې د دې لوړو لګښتونو لپاره پور اخلي. په لوړ لګښت جوړو شویو او رنګین تالارونو کې د واده مراسم ترسره کول یو بل دروند اضافه شوی بار دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د ودونو دا تالارونه له تېرو څلورو میاشتو راهيسې د کورونا وبا د خپرېدو د مخنيوي لپاره تړل شوي دی.
نسترنګ چې خپل واده ته په چمتوالي بوخته ده وايي، په پام کې وه چې واده یې د سلګونو مېلمنو په ګډون وشي، خو اوس یې پرېکړه داده چې مراسمو ته به ډېر کم مېلمنه راوبلي.
"زموږ د کوژدنې يو کال ووت. زموږ زړه و چې واده وکړو، خو کورونا پيدا شوه. نو تراوسه زموږ واده پاتې شو. اوس هم مالومه نه ده چې کورونا به کله ختمېږي. اوس مو پرېکړه کړې چې له لوی اختر وروسته په خير سره له کورونا د ځان او نورو خوندي ساتو شرایطو ته په پام سره داسې کوچني مراسم ونيسو او واده وکړو "
شاوخوا یوه مياشت کېږي چې افغانستان د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړينه په لوړ حالت کې ده. حکومت ځینې محدويتونه هم لګولي دي. له لسو کسانو ډېر په یوه بند ځای نه شي را ټولیدلی، ډېر عمره کسان به له کورونو نه راوځي او په عامه ځايونو کې به خلک ماسک تړي، خو دا کم عملي کېږي او په ولايتونو کې خو آن ورته هېڅ پاملرنه نه کېږي.



















