ملي امنیت شورا: تېره اونۍ په ۱۹ کالو کې تر ټولو خونړۍ وه

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي فیصل زیاته کړې چې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه د طالبانو ژمنې بې مانا دي
د خپرېدو وخت

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، تېره اونۍ وسله والو طالبانو په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ بریدونه کړي چې په وینا یې، دا په تېرو ۱۹ کلونو کې ترټولو خونړۍ اونۍ وه.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په خپل ټویټر کې لیکلي، "په تېره اونۍ کې ۲۹۱ تنه افغان امنیتي او دفاعي ځوکونه شهیدان شوي او ۵۵۰ نور ژوبل دي."

ښاغلي فیصل زیاته کړې چې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه د طالبانو ژمنې بې مانا دي او "کړه وړه" یې له سولې راوستلو سره په تضاد کې دي.

ښاغلي فیصل په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د دې وضعیت دوام د منلو نه دی:

"روان وضعیت په هېڅ صورت د منلو نه دی او د دې لپاره چې دایمي سوله راشي دا وضعیت باید تغییر وکړي."

تېره شپه هم وسله والو طالبانو د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ جرباشي سیمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستې حمله کړې او ۵ تنه پاڅون کوونکي یې وژلي او درې تنه ټپیان دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، وړمه شپه هم وسله والو طالبانو د دې ولایت په چاه اب او نمک اب ولسوالۍ ۲۰ سرتیري وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ یوناما خپل تازه رپوټ کې په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له رامنځته کېدو راهیسې پر روغتیايي مرکزونو بریدونو په اړه ژوره اندېښنې ښودلې وه.

.

د عکس سرچینه، javid faisal

د عکس تشریح، فیصل وايي، په تېره اونۍ کې ۲۹۱ تنه افغان امنیتي او دفاعي ځوکونه وژل شوي او ۵۵۰ نور ژوبل دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز د دې رپوټ د موندنو په اړه ویلي چې د داسې اعمالو لپاره هیڅ توجیه نشته؛ او د ملکي وګړو خوندیتوب او هوساینه باید یو لومړیتوب وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره یکشنبه ویلي وو، په تېره یوه اونۍ کې په ۱۸ ولایتونو کې د طالبانو د تاوتریخوالي په پایله کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.

د یادې شورا ویاند جاوېد فیصل وایي، طالبان د افغان وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي کمولو او د سولې لپاره د کارکولو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

خو طالبانو د ملي امنیت د شورا د ویاند دا وروستۍ څرګندونې پروپاګند بللې دي.

یادې ډلې تل د ملکي مرګژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو او افغان حکومت رپوټونه رد کړي او ټینګار کوي چې دوی د ملکي کسانو د مرګژوبلې مخنیوي لپاره ځانګړی مېکانیزم لري.