افغانستان کې تاوتریخووالی؛ حکومت او طالبان یو بل ملامت بولي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په هېواد کې د تاوتریخوالي عاملین طالبان دي. دولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر پاڼه لیکلي، طالبانو د اوربند او سولې خبرو بیا بیا غوښتنې رد کړي او په خبره یې دغه ډله په هېواد کې د جګړې او ورانکارۍ د دوام عاملین دي.

ښاغل صدیقي افغانستان کې وروستیو بریدونو او د هغوی خبري پوښښ ته په اشارې سره ویلي، ''دومره ژر او په بېړنۍ توګه د طالبانو ډلې ته په په خونړیو پېښو کې له لاس لرلو برات نشي ورکول کېدلی او په کابل کې پر سل بستریز روغتون برید لا نورو څېړنو ته اړتیا لري، '' چې په وینا یې امنیتي بسنټونه کار پرې کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وروستیو خونړیو بریدونو په غبرګون کې اعلان کړی و چې افغان پوځ به نور له دفاعي حالته ووځي او د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر ضد به تعرضي عملیات پیلوي.

د طالبانو وضاحت:

خو بل لور ته وسله وال طالبان وايي، دوی د کابل پر سل بستریز روغتون او دغه راز په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو برید کې هیڅ لاس نه لري.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د پلازمېنې کابل دشت برچی سیمې پر روغتون برید 'وحشیانه عمل ' بللی، چې د اعلامیې په خبره دوی یې په سختو ټکو غندي او د پېښې له قربانیانو سره غمرازي څرګندوي.

له دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلي، د امریکايي حکومت ارزونې ښيي چې کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازه وروستي بریدونه اسلامي دولت یا داعش ډلې کړي دي.

زلمي خلیلزاد خپل ټوېټر کې لیکلي، داعش د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې تړون مخالفت کوي او د عراق په څېر افغانستان کې هم مذهبي جګړې ته لمن وهي.

د خلیلزاد په خبره، افغانان باید د داعش د ګواښ ماتولو ته سره یو موټی شي او د سولې لپاره تاریخي هڅې روانې وساتي.

کابل کې د یوه سل بستریز روغتون پر زېږنتون په برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان شول او ننګرهار کې د جنازې مراسمو باندې ځانمرګي برید سره ۳۲ کسان مړه او ۱۳۳ ژوبل شول.

ولسمشر غني دې بریدونو ته غبرګن کې افغان ځواکونو ته د دفاعي په ځای د یرغلیز حالت امر وکړ، خو د پنجشنبې په ورځ ګردېز کې له موټر بم چاودنې وروسته طالبانو وویل، چې دا برید یې د اشرف غني وروستي دریځ ته ځواب و.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، ګردېز کې د افغان ځواکونو له تاسیساتو سره نږدې دغه برید کې ۵ ولسي وګړي وژل شوي او پنځه سرتېري او ۱۵ ملکیان ټپي شوي دي.

د سولې برخه کې له خنډ سره مخ پرمختګ

وروستیو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو تبادلې د سولې خبرو ته هیله ډېره کړې وه، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په هېواد کې وروستيو خونړیو بریدونو د سولې برخه کې پرمختګ له خنډ سره مخ کړی دی.

د دې وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، "طالبان د تاتریخوالي په زیاتولو سره دا پروسه ننګوی":

"د خلکو د ډېرې قربانۍ د مخنیوي لپاره د حکومت د ټینګې ارادې له مخې د سولې بهیر پر داخلي او بهرنیو اړحونو کلک او پراخ کار روان دی. همدارنګه طالبانو ته د اروبند او سولې خبرو پیلولو وړاندیز شوی دی".

له بلې خوا د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي، که طالبان د افغان حکومت نور بندیان خوشي نه کړي نور طالب بندیان نه خوشي کوي.

دوی پر طالبانو تور پورې کړی چې په لوی لاس د حکومت بندیان نه خوشي کوي او دا بهیر ځنډوي.