تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پکتیکا: مېړه د خپلې مېرمنې په پوزه پرې کولو تورن شوی
د پکتیکا والي مجیب الرحمن څکمني بي بي سي ته وویل، د جاني خېلو ولسوالۍ په میجک کلي کې د برات په نوم یوه تن د خپلې مېرمنې پوزه پرې کړې چې د ده په وینا اوس د پولیسو په توقیف کې دی.
د پکتیکا امنیه قومندان نثار احمد عبدالرحیم زي بي بي سي ته وویل چې برات نومي سړي په خپله منلې چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې د خپلې مېرمنې پوزه پرې کړې:
"دې سړي په خپله په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې مېرمن یې غوښتل ورڅخه طلاق واخلي او کور ور پریږدي، چې په پایله کې یې ده پوزه پرې کړه."
د دې ولایت له رسنیز دفتره په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي چې دا پېښه څو ورځې وړاندې په جانیخېلو په ولسوالۍ شوې وه خو کورنۍ یې پټه ساتلې وه.
خبرپاڼه کاږي: "پولیسو ته د خبر رسېدو سره سم یاد کس د پېښې له سیمې تښېدلی و او د پولیسو تر څارنې لاندې و چې تېره شپه یې بیا غوښتل کور ته ور واوړي چې د پولیسو له لوري د یوه میل تفنګچې او چاقو سره ونیول شو."
تېره میاشت د دې ولایت مرستیال والي انجنېر شېر بادشاه ارګوني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په غونډه کې ویلي وو چې دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی، د سواد کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې، روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی زیات شوی او هم د عامه پوهاوي کچه د تېر په پرتله لوړه شوې ده.
په افغانستان کې وخت ناوخت له مېرمنو سره د کورني تاوتریخوالي رپوټونه ورکول کېږي.
په ځینو پېښو کې سړو له ښځو سره تاوتریخوالی کړی او ځینې وخت بیا خپله ښځه د ښځې پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل ګرځېدلې ده.
په ۲۰۱۳ کې، د هرات انجیل ولسوالۍ کې یوه مېړه د خپلې مېرمنې پوزه او شونډې غوڅې کړې وې او پر بدن یې د چړې ګوزارونه هم کړي وو.
قرباني شوې ستاره بیا وروسته د پوزې او شونډې د درملنې لپاره ترکیې ته واستول شوه.
هغه وخت ویل شوي وو، چې له ښځو سره د کورني تاوتریخوالي اصلي لاملونه بې وزلي او په نشه د روږدو کسانو ډېروالی دی.
تر هغه وروسته په ۲۰۱۴ کال هم ډایکنډي ولایت کې یوې ښځې تر لفظي شخړې وروسته د خپلې بنې پوزه غوڅه کړې وه.
د فاریاب ولایت اوسېدونکې ګل اندامه هغه ښځه ده چې وايي، لور يې له واده یوازې نهه میاشتې وروسته د خپل مېړه په کور کې ووژل شوه، خو تر اوسه يې هېڅوک هم د وژلو په تړاو نه دي نیول شوي.
د مبارزې له ګڼو هڅو سره سره، لا هم هرکال افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه پورته ځي.
ډېرې لږ داسې لیدل کېږي چې د ښځو د حقونو سرغړوونکي دې خپله سزا وګوري.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څارونکي بنسټونه وایي، د دې ډول پیښو د څېړلو بهیر ډېر ورو او ټکنی دی او هغه ښځې چې د کورني تاوتریخوالي له امله کور پرېښودلو ته اړې شوې په کلونو کلونو په امن خونو کې شپې ورځې تېروي.