دفاع وزارت: تخار کې طالبانو د سیمه ییزې اردو ۱۷ سرتیري وژلي

د خپرېدو وخت

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، وسله والو طالبانو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د سیمه ییزې اردو پر یوې پوستې برید کړی او ۱۷ سرتیري یې وژلي دي، خو د خواجه غار ولسوال وايي، د پرون شپې په دغه برید کې د سیمه ییزې اردو ۱۹ سرتیري وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

ولسوال محمد عمر بي بي سي ته وویل چې دا نښته د شپې له ۱۲ پیل او تر دوو بجو روانه وه: "دښمن تېره شپه ۱۲ بجې د خواجه غار پر هواشناسي غونډۍ برید وکړ. هلته د سيمه ييزې اردو قطعه وه. ۱۹ تنه شهيدان لرو او پنځه ټپیان دي. موږ ته هېڅ کومه مرسته راونه رسېده. له شپږو میاشتو راهیسې هېڅ ډول مهمات نه دي رارسېدلي."

ښاغلي عمر د تخار پر والي، امنیه قومندان او د امنیت پر مشر تور لګوي چې همکاري نه کوي او همدا لامل و چې د ده په نظر، د ملي اردو سرتیرو ته ډېره مرګ ژوبله واوښته. دی وايي، په دغه ولسوالۍ کې په تېرو ۱۵ ورځو کې تر ۴۰ ډېر امنیتی سرتيري وژل شوي دي.

د دفاع وزارت وايي، د هواشناسي غونډۍ په "دفاع" کې يې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

وسله والو طالبانو دوی ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه دي ویلي.

د ځايي مسوولانو د مالوماتو له مخې، په خواجه غار ولسوالۍ کې د سيمه ييزې اردو ۶۰ سرتيري وو او ۲۵ يې د هواشناسي غونډۍ په پوسته کې وو چې پرون شپه طالبانو برید پرې وکړ.

سيمه ييزه اردو تازه جوړه شوې او دا يې په تخار کې لومړنی ماموریت و.

هاخوا د پکتیکا ولایت پولیس وایي، تېره ورځ ناوخته د برمل ولسوالۍ مرغې سیمه کې د ملکیانو پر موټر د ماین چاودنه شوې، چې پنځه کسان یې وژلي او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین وایي، چاودنه پر پایک اپ ډوله موټر شوې چې په کې ناستو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځايي چارواکي وایي، د يادې پېښې له امله ټول وژل شوي او ژوبلېدلي کسان د کوزې پښتونخوا اوسېدونکي دي، چې د جګړې له امله یې کورونه پریښي او په پکتیکا کې دېره شوي دي.

د پولیسو ویاند همدا راز وایي، د سړک غاړې ماین وسله والو طالبانو ځای پرځای کړی و، خو وسله والو طالبانو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.