تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تخار چارواکي: طالبانو ۱۷ ولسي پاڅون کوونکي وژلي
د افغانستان په شمال کې د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستې برید کړی دی. د تخار ولایت د والي ویاند جواد هجري نن یکشنبه بي بي سي ته وویل چې تېره شپه ترسره شوي دې برید کې طالبانو ۱۷ تنه وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
ښاغلی هجري وايي، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او وضعیت یې کنټرول کړی دی.
وسله والو طالبانو هم ویلي چې د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې یې پر دوو پوستو برید کړی او ۲۱ سرتیري یې وژلي او یو شمېر وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.
د افغانستان په یو شمېر سیمو کې سیمه ییز وسله وال د ولسي پاڅونوالو په نوم یادېږي او د حکومت ضد وسله والو پر ضد جګړه کوي.
د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د تخار یوه نا امنه ولسوالۍ ده او د تاجکستان پولې ته څېرمه پرته ده. وسله وال د دې ولایت په ډېری سیمو کې ډله ییز بریدونه کوي.