کورونا وېروس؛ افغانستان کې ایسار سلګونه پاکستانیان

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې د کورونا وېروس خپرېدو پسې دغه هېواد خپلې پولې تړلې، چې له امله یې له افغانستان سره مختلفو بندرونو کې سلګونه پاکستانیان ایسار دي.
پاکستان کې په کورونا وېروس له ۶۵۰۰ ډېر کسان اخته دي چې نیمايي یې پنجاب صوبه کې دي.
پاکستان د کورونا وېروس له امله پر افغانستان سربېره، له ایران، هند او چین سره هم پولې تړلې دي.
خو د پولو تړلو له امله یوازې له افغانستان سره تورخم کې نږدې څلور سوه پنځوس پاکستاني وګړي خپل هېواد ته د تلو په تمه له یوې میاشتې را هیسې منتظر دي.
دوی کې موټر چلوونکي او نور کاروباري خلک شامل دي.
تورخم کې ځینې ایسار پاکستانیان پر افغان چارواکو د زور زیاتي تور لګوي.
د یوسف بهیر په نوم یو کس وايي، له پولې د اوښتلو هڅه کوي، خو افغان ځواکونه یې نه پرېږدي:
"د خوب لپاره ځای نشته، خلک دوکانو کې او پر تختو ویده کېږي".

د عکس سرچینه، Getty Images
یو کس له بي بي سي سره خبرو کې د پاکستان له حکومت غوښتنه کوي چې لار ورته پرانیځي او له تورخم یې واړوي.
د کورونا وېروس له امله پاکستان د مارچ لومړیو کې چمن او تورخم لارې وتړلې.
د پاکستان دغه ګام پسې د کرښې پورې غاړه په زرګونو افغانان هم ایسار وو، خو اسلام اباد د اپرېل لومړیو کې د دریو ورځو لپاره دا لارې یوازې افغانستان ته د اوښتو لپاره پرانیستې.
خو د خلکو د ډېر بیروبار له امله یې څلورمه ورځ یانې د اپرېل پر نهمه هم خلک افغانستان ته پرېښودل.
د لارې بندېدو له امله په چمن او تورخم کې په خوراکتوکو بار سلګونه لارې هم ولاړې وې.
پاکستان د اپرېل پر لسمه دې لاریو ته هم اونۍ کې د دریو ورځو لپاره دا لار پرانیسته.
ټاکلې چې د اونۍ په درې ورځو کې به هره ورځ په توکو بار سل سل موټر افغانستان ته راځي.
پاکستان کې له کورونا تر ټولو ډېره مړینه

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې په کورونا وېروس له شپږ زرو پنځو سوو ډېر کسان اخته دي چې تر نیمايي ډېر یې پنجاب صوبه کې دي.
دغه هېواد کې له کورونا ۱۲۵ کسان مړه شوي او تر ټولو په یوه ورځ ډېره مړینه د پنجشنبې په ورځ ده چې ۱۷ کسان کېږي.
پاکستان کې اول ځل د فبرورۍ پر ۲۶ د کورونا لومړنۍ پېښه وموندل شوه او د مارچ پر ۱۸ پکې له کورونا اولنی کس مړ شو.
پاکستان کې له دې وېروس ۱۶۴۵ کسان روغ شوي دي.


















