تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ کوم خلک د حکومت لارښوونې نه مني؟
د برتانیا د روغتیا وزیر وايي، هغه کسان چې د کورونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د دولت لارښوونې له پامه غورځوي، "ډېر ځان غوښتوونکي" دي.
ماټ هانکاک ویلي، که اړتیا شوه حکومت به د دې وبا د خپرېدو د مخنيوي لپاره لا ډېر ګامونه اوچت کړي.
د اوونۍ د پای په رخصتیو کې په برتانیا کې داسې عکسونه خپاره شوي چې پکې ښکاري خلک په ځینو پارکونو کې په ګڼه ګوڼه کې ګرځي.
بي بي سي سره په خبرو کې ښاغلي هانکاک وویل، نه پوهېږي ولې ځينې خلک د حکومت لارښوونې يا نصیحتونه نه مني.
"که خلک هغوی ته-چې له دوی سره یوځای نه اوسي- تر دوو مېترو ډېر ورنږدې شي، نو دوی وېروس سره مرسته کوي چې نورو ته ورشي او له هغوی ژوند واخلي."
د برتانیا د روغتیا وزیر ویلي، له یوه بله لرې اوسېدل ډېر مهم کار دی او خلک باید دوه متره لرې سره و اوسي او که ممکنه وي، کور دې کېني.
همدا راز مېندو او پلرونو ته هم سپارښتنه شوې چې خپل بچیان-که ډېره اړتیا نه وي- په کورونو کې وساتي.
په برتانیا کې ښوونځي هم تر ډېره د زدکوونکو پر مخ تړلي دي.
هلته د کورونا کوېد ۱۹ وېروس تر اوسه د یوه اتلس کلن په ګډون د ۲۸۱ تنو ژوند اخیستی دی.
په ۵۶۸۳ تنو کې دا وېروس مثبت ثابت شوی دی.
د برتانیا پارلمان د بېړني قانون په اړه بحث کوي چې له مخې يې ښايي هوايي ډګرونه وتړل شي او پولیس به واک ولري چې که په چا کې د دې وېروس نښې نښانې څرګندېږي، هغه له نورو ګوښه يا څنډې ته کړي.
په افغانستان کې په دې اړه بې پروايي:
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم ورته اندېښنې څرګندې کړې دي.
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز پرون (۲ وری/ ۲۱ مارچ) د کورونا وېروس د لسو تازه پېښو د اعلان پر مهال وویل چې خلک د دغه وزارت لارښوونو او سپارښتنو ته پام نه کوي او لا هم د ګڼې ګوڼې ځایونو ته ځي، ماسک نه کاروي، روغتیا او پاکۍ ته سم پام نه کوي.
د ښاغلي فېروز په خبره، دا نورو وګړو ته د دې وېروس د لېږدولو خطر ډېروي.
ده له خلکو وغوښتل، چې له اړتیا پرته بهر ته ونه وځي او د ګڼې ګوڼې له ځایونو ډډه وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې تر ۶۵ کلنۍ پورته وګړي ځکه په خپلو کورونو کې پاتې شي چې پر دې وېروس د اخته کېدو له خطر سره تر نورو ډېر مخ دي.
په افغانستان کې اوس مهال پر کورونا وېروس څلوېښت مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې يې یو مړ شوی هم دی.
مړ شوی کس د بلخ ولایت یو څلوېښت کلن اوسېدوونکی ښودل شوی دی.