افغان بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی احضار کړ

د عکس سرچینه، AFM
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې یې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو احضار کړی او دا یې ور په یاد کړي چې د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر پای ته رسیدلی.
د بهرنیو چارو له خوا نن جمعه ( مارچ ۱۳ ) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی یاماموتو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر محمد هارون چخانسوري له خوا بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړل شو.
اعلامیه زیاتوي چې ښاغلي چخانسوري د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته دا خبره ور په یاد کړه چې د ټاکنو بهیر پای ته رسېدلی او د اساسي قانون له مخې محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغان سیاست پر اړوندو مسلو باید د اساسي قانون او نړیوالو معیارونو خلاف بحث ونه شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي یاماموتو دې کتنه کې وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې نه د کوم موازي حکومت ملاتړ کوي او نه یې مني.
د خبرپاڼې له مخې هغه ویلي د ولسمشر غني له لوړې وروسته یې د همدې اصل په اړه له ټولو افغان سیاستوالو سره خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په همدې کتنه کې ښاغلي یاماموتو ولسمشر غني ته د دوهم ځل ولسمشرۍ په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د مبارکۍ پيغام هم وسپاره.
د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې د ښاغلي یاماموتو د کومو ځانګړو څرګندونو یا لیدنې په اړه یادونه نه ده شوې.
خو باید وویل شي چې له افغان سیاستوالو سره د معمول له مخې د لېدنو په لړ کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرون پنجشنبه له عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
ښاغلي عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې نه دي منلې او د ولسمشر په توګه یې لوړه کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي له ښاغلي عبدالله سره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په کتنه کې "د افغان مشرانو لخوا، له اساسي قانون سره سم په یوه ټول شموله حکومت د راغونډیدو پر اهمیت ټینګار وکړ چې ټولو ته د منلو وړ وي. "




















