د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان مشرانو ولسمشر غني ته مبارکي وویله

د عکس سرچینه، Reuters
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د اسلامي همکاریو او ملګرو ملتونو سازمانونو مشرانو ولسمشر محمد اشرف غني ته په ولسمشرۍ ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده او د همکاریو د پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.
د ارګ له خوا په خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین له خوا ولسمشر غني ته په استول شوي پیغام کې ډاډ ورکړل شوی چې د اسلامي همکاریو سازمان او افغان دولت ترمنځ به د همکارۍ لړۍ دوام ولري.
دغه راز د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ویلې ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په بل بیان کې په دې اړه ویل شوي چې ښاغلي ګوتېرېش افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه به له افغان حکومت او افغانانو سره ګډ کار او هڅو ته دوام ورکړي او د دواړو لوریو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل پیغام کې هیله ښودلې چې د افغانانو په مشرۍ سوله ټینګه شي او د یوې سیاسي حل لارې په رامنځته کېدو سره په افغانستان کې تل پاتې سوله او پرمختګ ترلاسه شي.
ښاغلي ګوتېرش ویلي ملګري ملتونه چمتو دي چې د سولې په بهیر کې ښځو او ځوانانو ته د پام وړ برخې په ورکولو سره د دغه بهیر هر اړخیز ملاتړ وکړي.



















