ننګرهار کې یو افغان او دوه امریکايي پوځيان په ډزو وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
په ختیځ ننګرهار ولایت کې تېر ماښام د شېرزادو ولسوالۍ ودانۍ کې د افغان پوځ په یونیفورم کې یوه کس پر افغان او امریکايي کومانډو ځواکونو ډزې کړې.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي، پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ننګرهار پېښه کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ځواکونو په یونیفورم کې یوه کس پر افغان او امریکايي ځواکونو ډزې وکړې.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل رسنیو ته ویلي: "پرون په شېرزادو ولسوالۍ کې پر پرېکنده ملاتړ او افغان کومانډو ډزې شوې. د افغان کومانډو ۳ غړي او د پرېکنده ملاتړ څو کسه ټپیان شوي. مقابل ډزو کې د ملي اردو بریدګر غړی وژل شوی، تر اوسه مالومه نه ده چې دا نفوذي کس و، تېروتنه وه او که کومه بله پېښه. د ځواکونو ترمنځ نښته نه وه."
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي، د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د ملي اردو له قرارګاه یوه سرتېري پر امريکايي ځواکونو ډزې کړې دي.
دی بي بي سي ته زياتوي، چې پېښه کې ۷ بهرنيان وژل شوي او مقابل ډزو کې برید کوونکی افغان سرتېری هم وژل شوی دی.
سیمه ییزو خلکو بي بي سي ته ویلي تر ناوخته ډزې کېدې او څرخې الوتکې په هوا کې ګرځېدې.
اسوشیټیډ پریس اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله وايي چې څو تنه امریکايي پوځیان ټپیان یا وژل شوي دي.
وړاندې، د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ډګروال سوني لېګېد ویلي وو، پر امریکایي او افغان ځواکونه هغه مهال مستقیمې ډزې شوې چې په ننګرهار ولایت کې په عملیاتو بوخت ول.
څېړنه روانه ده او امریکایي چارواکي وايي دا لا معلومه نه ده چې ایا د افغان ځواکونو په یونیفورم کې اورپکو پر امریکایانو برید کړی که متحدین په خپل منځ کې ناسازه شوي.
ننګرهار کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي، برید ماښام مهال د شېرزادو ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه شوی.
هم مهاله نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته دوو افغان چارواکو ویلي وو، پنځه یا شپږ امریکایي او شپږ افغان سرتېري وژل شوي.
اوسمهال په افغانستان کې نژدې ۱۳۰۰۰ امریکايي سرتېري مېشت دي.





















