کورنیو چارو وزارت: ۷۰۰ کارمنان د ناوړه چلن له امله ګوښه شوي

یی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزارت له ښاریانو سره د پولیسو د چلند، له دندې ناوړې ګټه اخيستنې او اداري فساد مخنیوي په موخه د وزارت په جوړښت کې د کورني امنیت په نوم یو نوی لوی ریاست جوړ کړی دی.
د خپرېدو وخت

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د وزارت په اډانه کې یې د اداري فساد او د پولیسو د ناوړه چلن د مخنیوي په موخه یو ریاست جوړ کړی، چې تر اوسه یې ددغه وزارت تر ۷۰۰ ډېر لوړپوړي او ټیټ پوړي کارمنان له خلکو سره د ناوړه چلن په تور نیولي او له دندو ګوښه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت له ښاریانو سره د پولیسو د چلند، له دندې ناوړې ګټه اخيستنې او اداري فساد مخنیوي په موخه د وزارت په جوړښت کې د کورني امنیت په نوم یو نوی لوی ریاست جوړ کړی دی.

د دغه وزارت په وینا، د یاد ریاست له جوړېدو راهیسې د خلکو د شکایتونو او خپلو پلټنو پر بنسټ ته یې د دغه وزارت تر ۷۰۰ ډېر لوړپوړي او ټیټ پوړي کارکوونکي له خلکو سره د ناسم چلند، له خپلو دندو د ناوړه ګټې اخيستنې او د اداري فساد په تور نیولي او له دندو ګوښه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروه امیني بي بي سي ته وویل، دا ریاست نه یوازې د خلکو او پولیسو ترمنځ شوې ستونزې څېړي بلکې هغه ستونزې هم څېړي چې پولیس د خپلو امکاناتو ناوړه ګټه اخلي لکه د وسلو، جامو او د تېلو پلورل چې عام ولس ته یې زیان نه رسېږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي و چې د ځینو ادارو تشکیلات بې ځایه زیات وو، د بېلګې په ډول د بهرنیو چارو وزارت چې اوس یې تشکیلات راکمیږي او همدا ډول ارګ په نورو وزارتونو کې هم ورته پلان لري.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې وویل له اداري پلوه به دا ریاست کم تشکیل ولري، خو کار یې د وزارت لپاره ګټور دی.

دا وزارت وايي، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې، لکه امنیتي پوستو او اډو کې به د دې ریاست یو یو استازی موجود وي.

دا وزارت سپارښتنه کوي که یو څوک د پولیسو له ناوړه چلند سره مخ شي، اعلان شوې ځانګړې شمېرې ته زنګ وهلی شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مسعود انداربي هم ویلي و، که چیرته پولیس په مالي فساد کې ښکیل وي له دوی سره به د وسله والو مخالفینو په څیر چلند وشي.