د افغانستان ټول متقاعدین له سره بایومټریک کېږي

د عکس سرچینه، @GMICafghanistan
د افغانستان د مالیې وزارت د تقاعد خزانې ریاست د متقاعدینو د ملي ورځې په مناسبت خبر ورکړی، چې ټول متقاعدین له سره بایومټریک کوي.
دغه ریاست ویلي، له دې وروسته به په هرو درېیو کلونو کې یو وار د ټولو متقاعدینو او وارثینو یې هویت د نوي بایومټریک سیستم له لارې ثبتېږي.
چارواکو له دې چارې موخه متقاعدینو ته چټک چوپړونه او د بهیر روڼوالی یاد کړی دی، خو متقاعدین دغه پروګرام ته هیله من نه دي چې د دوی ستونزې دې حل کړي.
له اویا کلنې ضیاګلې سره د کابل د تقاعد ریاست کې مخ شوم.
هغه د خپل مېړه چې د ملي اردو سرتېری وو، د تقاعدي حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست ته د اداري کارونو د پر مخ وړلو لپاره راغلې وه.
د رسمي شمېرو له مخې، ۱۵۴زره متقاعدین له افغان دولت سره ثبت دي.
کلونه کېږي چې ډېری متقاعدین د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په بهیر نیوکې کوي او په دغه بهیر کې د فساد او ورو کارونو له امله شکایتونه لري:
"رښتیا هم کارونه ډېر ورو دي. موږ ته یې وویل چې اوس لاړ شئ، د سې شنبې په ورځ راشئ او تذکرې واخلئ، له هغې وروسته کولای شو چې معاشونه درته حواله کړو. زه له غور ولایته راغلی یم، په موټر کې راتګ سخت دی ځکه ټولې لارې د واورو له امله بندې دي، بل خوا د الوتکو ټکټونه په لوړه بیه دي. تر دغه ځایه چې موږ راځو او تقاعد اخلو ۵۰۰۰۰ مصرف کېږي او څه چې پاتې کېږي هغه مو د ټول کال شته دي."
افغان حکومت نن وویل، چې متقاعدینو ته د حقونو د ورکړې په بهیر کې د فساد د مخنیوي او د کارونو د چټکۍ په موخه یې تازه پروګرام پيل کړی دی.
د مالیې وزارت د تقاعد خزانې رییس عمر دراني د متقاعدینو د ملي ورځې په مناسب وویل، چې له دې وروسته به په هرو درېیو کلونو کې یو وار ټول متقاعدین او د هغوی وارثین یو ځل د هویت د پېژندګلوي لپاره په سیستم کې ثبتېږي.
د افغانستان د کار قانون له مخې د تقاعدي عمر ۶۵ کلنۍ ټاکل شوی دی.
د تقاعد حق پولي دی، کله چې د یوه کارمند عمر لوړېږي او دنده پرېږدي، له هغه وروسته ده او یا یې هم کورنۍ ته ورکول کېږي.
د پیسو ورکړه د کارکوونکو په معاش او د دندې مودې ته په پام توپیر کوي.
حکومت پلان لري چې د راتلونکې کال په پیل سره د نا دولتي او خصوصي ادارو د کارکوونکو لپاره د حقونو د تنظیم مقرره پلې کړي. اوس مهال د ډېرو خصوصي ادارو کارکوونکي د تقاعد له امتیازه بې برخې دي.



















