د نړۍ تر ټولو 'بیوزله ولسمشر' د تقاعد پېسې نه اخلي

د عکس سرچینه، EPA
د یوراګوای پخواني مشر خوزې موهیکا چې د ساده ژوند تېرولو له کبله د نړۍ تر ټولو 'بیوزله ولسمشر ' بلل کېده وايي، د سناتور په توګه له دندې وروسته د تقاعد پېسې نه اخلي.
له ۲۰۱۵ کال راهیسې چې د ولسمشر په توګه د ښاغلي موجیکا کاري موده پای ته ورسېده، د سناتور په توګه یې کار کاوه.
د سې شنبې پر ورځ هغه استعفا وکړه او وايي ۲۰۲۰ کاله پورې کاري موده ځکه نه پوره کوي، چې په وینا یې (اوږده سفر ستړی کړی) دی.
موهیکا چې پخوا کیڼ اړخه جنګیالی و، اوس یې عمر ۸۳ کالو ته رسېږي.
ده په یوه لیک کې د یوراګوای مشرانو جرګې مشرې لوسیا توپولانسکې ته خپل استعفا لیک استولی، چې د ولسمشر مرستیاله او له ۱۳ کلونو راهیسې د ښاغلي موهیکا مېرمن هم ده.
ښاغلی خوزې یو ژبور سړی بلل کېږي او کله نا کله د کنځلو له کبله هم په خبرونو کې یادیده. ۲۰۱۳ کال یې د ارجنټاین د هغه مهال ولسمشره کرستیانا فرناندز دي کرچنار (بلا) بللې وه او د هغې مېړه او پخوانی ولسمشر نیستور کیرچنار، چې یوه سترګه یې معیوبه وه، 'چپول یا کوږ سترګی سړی ' بللی و.
د نوموړي دغه خبرې په یوه خبري غونډه کې هاغه مهال ثبت شوې وې، چې د مایکروفون له شتوالي بې خبره و او وروسته یې بښنه وغوښته. ښاغلي خوزې په ۲۰۱۶ کال کې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو( د وزګوړي غوندې لیونی) بللی و.
خو دې سره د ولسمشرۍ پر مهال په ماڼۍ کې له اوسېدو انکار او د ساده ژوند تېرولو له کبله خورا مشهور شو.
خوزې موهیکا له خپلې مېرمنې سره چې مخکې یې ملګرې جنګیالۍ وه، د ګلونو یوه کروندې په یوه کور کې ژوند کوي.
۲۰۱۰ کال کې چې نوموړی ولسمشرۍ ته ورسېد، یوازینۍ شتمني یې یو ۱۹۸۷ ماډل واکس واګون ګاډی و. نوموړي د معاش ډېره برخه د خیر ښېګړې لپاره د بسپنې په توګه ورکوله.
۲۰۱۴ کال کې یې د دغه سپین چک نیلي رنګه ګاډي لپاره یو میلیون ډالره بیه ورته وړاندیز شوه، خو هغه ځکه دغه پيسې رد کړې، چې وايي بیا به د خپل ګوډ سپي لېږدولو لپاره د سپرلۍ وسیله نه لري.
داسې حال کې چې د یوراګوای مشرانو جرګې یو شمېر غړو د خواله رسنیو له لارې نوموړي ته د نیکو هیلو څرګندونه کړې، یو شمېر نورو بیا پرې نیوکې کړې او له هغه یې غوښتي چې د ۶۰ مې او ۷۰ لسیزې پر مهال د توپاماروس کیڼ اړخه وسله والې ډلې غړیتوب له کبله باید خوزې موجیکا بښنه وغواړي.


















