دفاع وزارت: بادغیس کې د طالبانو له بنده لسګونه سرتېري آزاد شوي

د خپرېدو وخت

د ملي دفاع وزارت وايي، د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې یې د طالبانو له زندانه ۶۲ تنه سرتېري خلاص کړي دي.

دا سرتېري د ملي دفاع وزارت په وینا د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې خوشي شوي چې تېره شپه د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ په بوکن سیمه کې ترسره شول.

په دې ډله کې درې پولیس او پاتې ټول د ملي اردو سرتېري دي.

ملي دفاع وزارت له خوا په خپرو شویو وېډیو کې له بنده خلاص شوي سرتېري د طالبانو د ناوړه چلند یادونه کوي او وايي چې له تېرو څو میاشتو راهېسې له طالبانو سره زندانيان و.

وسله والو طالبانو ددې رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کندوز کې ۱۲ سرتېري وژل شوي

بل لورته ځايي چارواکي د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر دوه پوستو د برید خبر ورکوي.

د دشت ارچي ولسوال نصر الدین سعدي بي بي سي ته وویل وسله والو له څو لورو پر پوستو بریدونه وکړل او د دواړو خواو ترمنځ نښتې د سهار تر شاوخوا شپږ بجو دوام درلود.

ښاغلي سعدي وویل، په دې نښتو کې د ملي پوځ ۱۲ سرتېري او يو پولیس سرتېري وژل شوي او څلور پولیس او د ملي پوځ اته سرتیري ټپیان شوي دي.

د دشت ارچي ولسوال وايي دې نښته کې طالبانو ته هم د سر دروند زیان اوښتی، هغه وویل په دې نښته کې د درې سرګروپانو په ګډون پنځلس طالبان وژل شوي او لږ تر لږه شپږ نور ټپیان شوي دي. د دشت ارچي ولسوال وايي په پيل کې طالبانو دا پوستې ونیولې خو وروسته حکومتي سرتېرو هلته ځان ورساوه او خپلې پوستې یې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د دشت ارچې د تېرې شپې په برید کې یې له دېرشو زیات سرتېري وژلي څلور یې ژوندي نیولي دي.

دشت ارچي د کندوز تر ټول نا امنه ولسوالۍ ده چې په تېرو څلورو کلونو کې څو وارې د وسله والو او حکومت ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

د دشت ارچي ولسوال وايي دا ولسوالي د وسله والو مخالفینو د مرکز بڼه لري او پر دولتي پوستو وخت ناوخت بریدونه کوي.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب چې شمالي ولایتونو ته یې سفر کړی ویلي په راتلونکي کال کې به طالبان هڅه وکړي چې ډیر بریدونه په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې وکړي. ښاغلي محب په دغو سیمو کې چاڼیزو عملیاتو ته په اشارې سره له خلکو وغوښتل چې د امنیت په ټېنګښت کې له ملي ځواکونو سره همکاري وکړي.