تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بغلان: د پولیسو پر یوه مرکز د طالبانو برید کې ۱۰ سرتېري وژل شوي
د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بغلان کې طالبانو د پولیسو پر یوه مرکز برید کې لږ تر لږه ۱۰ پولیس سرتېري وژلي دي. سیمه ییز چارواکي وایي هغه ځواکونه هم د حکومت وسلوالو مخالفانو په نښه کړي چې د پولیسو دغه مرکز ته یې مرستې رسولې.
چارواکي زیاتوي چې طالبانو یو پولیس سرتېری او ځیني پوځي تجهیزات هم له ځان سره وړي.
برید تېره شپه ناوخته د بغلان - سمنګان پر لویه لاره د پلخمري ښار په دشت خواجه الوان سیمه کې شوی.
د بغلان پولیس وایي، طالبانو له څو خواوو د پولسیو پر دغه مرکز بریدونه وکړل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، په دې پېښه کې شاوخوا ۱۰ تنه پولیس وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
د نوموړي په خبره دغې نښتې کرۍ شپه دوام درلود او ۱۶ حکومت مخالف وسله وال هم پکې وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا د تیرې شپې په برید کې د دغه مرکز قومندان هم وژل شوی او درې نور پولیس هم لادرکه دي.
طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د برید مسولیت منلی او ادعا يې کړې چې یو پولیس او ځیني درنې او سپکې وسلې يې هم له ځان سره وړي.
بغلان د افغانستان په شمال کې له نا امنو ولایتونو دی چې ډېری وخت په کې د وسلوالو مخالفینو د پراخ فعالیت خبره کېږي.
بل پلو د زابل اربکيو يو قوماندان د کابل احمد شاه بابا مېنه کې هدفي بريد کې وژل شوی دی، طالبانو ويلي، دا د دوی کار و.