تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نصرت رحيمي: امنيه قومندان د حسيب قواى مرکز په نيولو کې ناغېړۍ له امله گوښه شو
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي د پنجشير ولايت امنيه قومندان د داسې يوۀ کس په نيولو کې د ناغېړۍ له امله له دندې گوښه شوى چې د پوليسو له لوري يې لټون کېږي.
ښاغلي رحيمي پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي د حسیب قوای مرکز په نوم یو تن چې په کابل ښار کې په وژنو، غلا او ناقانونه وسلې لرلو تورن دی په پنجشیر کې دی او د دغه ولايت امنیه قوماندان د هغه په نیولو کې پاتې راغلی.
ښاغلي رحیمي لیکلي د پنجشیر دامنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبد الواسع فراجي د نوي امنیه قوماندان په توګه ګومارل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند زياتوي "نوي امنیه قوماندان ته دنده ورکړل شوې چې - حسیب قوای مرکز - ژر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري."
حسیب قوای مرکز له دې وړاندې په ویډیو پیغامونو کې د ده د نیولو لپاره د ځانګړو ځواکونو د عملیات په اړه خبرې کړې وي. دا عملیات شاوخوا لس میاشتې وړاندې شوي چې په پایله کې یې د هغه د ډلې یو غړی نیول شوی و.
د کورنیو چارو وزارت تېر کال د د دغو کسانو د نیولو لپاره په کابل او نورو ولایتونو کې یو لړ عملیات پیل کړل. د دې عملیاتو په لړ کې د غلا، وژنو او د خلکو د زورولو په تور تورن کسان ونیول شول او څو تنه یې له پولیس ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.