افغان ګوجر: زموږ بچیان هم د زدکړې حق لري

د خپرېدو وخت

د افغانستان په شمال ختیځ کې د ګوجر لږکي ټبر مشران وايي حکومت یې د ماشومانو زدکړو ته یې هېڅ پام نه دی کړی، ځکه یې په ټول ټبر کې د ګوتو په شمار لوستي کسان نه موندل کېږي.

د ګوجرو برخه په جګو غرو کې کې ژوند کوي او د څارویو ساتل یې اصلي کار و روزګار دی.

په پسرلي او اوړي کې چې ماشومان باید ښوونځیو ته لاړ شي، د ګوجرو کورنۍ، څر ځایونو ته کډې باروي، ځکه یې ماشومان له زدکړو پاتې کېږي.

په وروستیو کلونو کې افغانستان لپاره سویډن موسسه دغې تشې ډکولو لپاره یو ګام اوچت کړی، ګوجرو ماشومانو ته یې ژمني ښوونځي پرانیستي.

شمال ختیځو ولایتونو لپاره د بي بي سي خبریال زلمی اشنا چې د فرخار یوې لرې پرتې پُل مَشتان د ګوجرو سیمې ته ورغلی وايي ګوجرې نجونې د هلګانو ترڅنګ په دې ښوونځي کې زده کړې کوي او دا ګام د جوګرو له تود هرکلي سره مخ شوی، دوی هیله من دي چې ورسره به یې د ماشومانو راتلونکی روښانه شي.

د ژمي یوه سړه ورځ، خو دلته زړونه تاوده دي، د روښانه راتلونکي په هیله، ۱۳ کلنه صدیقه، هره غرمه ګلداره پړونی پر سرکوي، د کتابونو بکسه را اخلي، پر ډبرو ډکو کږو وږو لارو، له لسګونو نوورو همزولو سره اواره سیمې ته راکوزېږي، ښوونځي ته.

صدیقه او ټولګیوالې یې ښایي په شمال ختیځو ولایتونو کې لومړنۍ ګوجرې نجونې وې چې ښوونځي ته ځي، ځکه په اوړي کې چې باید ماشومان ښوونځي ته لاړ شي، دوی څر ځایونو ته کډې باروي، مالداري ددغو لږکیو د عوایدو اصلي سرچینه، دوی له لیک لوسته بې برخې کړي، دودونو هم صدیقې ته د زدکړې لار له ډبرو ډکه کړې، خو دا وايي تګ یې نورو لپاره لاره پاکوي.

د فرخار ولسوالۍ په ۴۰ کیلومټري کې د پُل مَشتان د لومړني ښوونځي ودانۍ د ورسج سیند پرغاړه رغول شوې، دوه خونې لري، د دوه ټولکي زدکونکي ورته سهار او د دوه نورو له ماسپښین وروسته راځي.

د ټرافیکي نښو پېژندل یې د نن ورځې د کتاب موضوع ده.

زدکړه ددې سیمې ګوجرو ته یوه نوې تجربه ده، په ځانګړې توګه نجونو ته یې، ۳۵ کلن عبدالعزیز د صدیقي تره او د هغې هڅونکی دی.

په وروستیو کلونو کې افغانستان لپاره سویډن موسسه د بدخشان په کشم، د تخار په اشکمش او فرخار ولسوالیو کې ګوجرو ماشومانو ته ژمني ښوونځي جوړ کړي، چې پوهنیز کال یې د وږې میاشتې له ۱۵مې د بل کال د غبرګولي تر ۱۵ مې پورې وي.

شمال ختیځ کې ددغې موسسې د پوهنې د برخې مشر عبدالبشیر هوشنګ وايي دغه ښوونځي کم عمره ماشومانو ته چې لرې لار کې ښوونځیو ته نه شي تلای، مرسته کوي چې خپلو سیمو کې لومړنۍ دوره پای ته ورسوي، بیا منځنۍ او لیسې زده کړې لپاره، لرې منزل ته چمتو شي.

ګوجر معمولاً د په جنوبي کونړ، نورستان، لغمان او د شمال ختیځ کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو په لوړو غرونو کې مېشت دي.

دغه لږکی ټبر، ښايي په جنوبي ولایتونو کې له نورو قومونو سره یو ځای له پوهنیزو چوپړونو برخمن شوی وي، خو په شمال ختیځو ولایتونو کې د ګوتو په شمار ګوجر توانیدلي چې زده کړه وکړي.

مشران ګله من دي چې که حکومت یې مخکې کلونو کې په دوی پام کړی وای، اوس یې ځوان نسل لوستي او د ښه ژوند خاوند به وو. د تخار د پوهنې اداره وايي په په پام کې ده چې را روانو کلونو کې ګوجرو ته الحاقیه ټولګي جوړ کړي.