تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ښوونځي پیلولو وړاندې د افغان ماشومانو طبي معاینه کېږي
- Author, یوسف ځدراڼ
- دنده, بي بي سي - کابل
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د پوهنې او روغتیا چارو وزارتونو د لومړي ځل لپاره ښوونځیو ته د نويو ورتلونکو ماشومانو روغتیايي معایناتو لړۍ پیل کړي ده. د پوهنې وزارت هغه څېړنه چې سږ کال په کابل کې شوې، ښيي چې ۳۰ سلنه هغو مشومانو چې نوي ښوونځي ته تلل، روغتیايي ستونزې درلودې.
د پوهنې وزارت وايي دا ستونزې د کور او ښوونځي لخوا وړې بلل کیږي خو په ټوله کې د زده کوونکو په زدکړو اغېز لري. د زده کوونکو روغتیايي وضعیت ارزولو دا پروګرام له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په ازمایښتې بڼه له پلازمینې کابل پیل شوی.
د پوهنې وزارت وايي په دې موده کې يي د ۴۰ ښوونځيو د باندې ۹ زره نویو زده کونکو طبي معاینې کړې دي.
د وزارت ویاندې نوریې نزهت په وینا له دې معاینو معلومه شوې چې نږدې دری زره زده کونکو د غوږونو، خولې او سترګو په برخه کې روغتیايي ستونزې درلودې.
د وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال شاوخوا اته سوه زره نوي زده کونکي ښونځيو ته شامل شوي دي. په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه نور ماشومان چې ۶۰ سلنه يي نجونې دي له زده کړو بې برخې پاتې دي.
وزارت وايي کورنۍ او ښوونکي باید له هغو ماشومانو سره لا ډېره مرسته وکړي چې د غوږونو، سترګو او خولې په روغتیایي ستونزه اخته وي.
چارواکي وایي، دې برخه کې ناغېړي د دې لامل کېږي چې د نویو شامل شویو زده کونکو دا ستونزه تر نورو ټولګیو هم دوام کوي او پایله کې به یې زده کونکي په زده کړو کې کمزوري وي.
د پوهنې او روغتیا چارو وزارتونو له ښوونکو غوښتنه کړې چې داسې زده کونکي د ټولګي په لومړي قطار کې کېنوي او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت وايي هڅه کوي چې له کابل ور هاخوا په نورو ولایتونو کې هم د نویو زده کونکو روغتیايي وضعیت ارزولو لړۍ پیل کړي چې ورسره به يي پر وخت درملنې ته پام ډېر شي.