تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په بلخ کې د صنعتي بوټو کرنه ډېره شوې
- Author, نجیب الله پاڅون
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان په شمال بلخ کې د صنعتي نباتاتو یا غوړیو اړوند کرنه په وروستیو درېیو کلونو کې د غوړیو کارخونو له جوړېدو سره ډېره شوې ده.
د رسمي سرشمېرو له مخې، سږ کال د افغانستان په ۹ شمالي ولایتونو کې په نژدې ۱۰۰ زره هکټاره ځمکه کې بېلابېل روغني نباتات کرل شوي، چې نژدې نیمايي یې په بلخ کې دي.
په بلخ کې د کرنې اداره وايي په روان کال کې به بزګران په دغه ولایت کې نژدې ۱۰۰ زره ټنه د کونځلو، زغرو، مالوچو یا پختې او سویابینو دانې لاسته راوړي.
د داخلي تولید شویو غوړیو دغه کچه د خلکو غوښتنې نه پوره کوي. د کارخونو څښتنان د کال په اوږدو کې له بهرنیو هېوادونو هم خام مواد واردوي.
حاجي نور محمد د مزارشریف لوېدیځ لوري، بلخ ولسوالۍ کې نژدې په ۱۰۰ زره جرېبه ځمکه کې مالوچ، کونځلې او زغر کرلي.
نوموړی وايي پخوا د مالوچو یو بوخار پنځه زره و؛ خو اوس یوولس زره دی:
"که دغه شرکت یوه میاشت مالوچ وانخلي بېرته به پنځه زره شي. ځکه دغه شرکت په لوړه کچه مالوچ اخلي او تولید یې ډېر دی. له موږ سره ډېره همکاري کوي حتی سره او درمل هم را کوي".
لسګونه ښځې او نارینه د مالوچو په ټولولو بوخت دي.
هره ورځ له مالوچو، سویابین، زغرو او کونځلو ډک لسګونه موټر د غوړیو د تولید یواځېنۍ هغې کارخونې ته ځي، چې دغو بوټو ته په نژدې سیمه کې جوړه شوې.
په دغه کارخونه کې نژدې ۲۰۰ کارګر د مالوچو او د غوړیو د دانو په بېلولو بوخت دي.
د پنبې له دانو لاس ته راغلې پخته، د لویو ماشینونو په مرسته پرس کېږي.
وروسته له څو پړاوه د کارخونې په بله برخه کې، صاف او طلايي رنګه غوړ په بوتلونو کې اچول کېږي.
د دغې کارخونې مسوولین وايي په کال کې یواځې ۸ زره تنه غوړ او زرګونه ټنه مالوچ ، کنجاړه او د چرګانو لپاره دانه تولیدوي؛ خو بیا هم سیمه ییز حاصلات کم دي او دوی د کال په اوږدو کې له بهرنیو هېوادونو د خامو موادو واردولو ته اړ کېږي.
قاري ذبیح الله مومند د دغې کارخونې د فروشاتو مسؤول دی نوموړی وايي له دې لارې یې له بزګرانو سره مرسته کړې، چې له پخوا یې د حاصلاتو ګټه ډېره شوې.
نوموړی وايي تر تېرو کلونو د مالوچو حاصلات د افتونو له کبله څه کم شوي، دوی به پخوا لس زره ټنه؛ خو سږ کال یې پنځه زره ټنه کار کړی دی.
په شمال کې د ۹ ولایتو د کرنې ریاستونو د شمېرو له مخې، سږ کال نږدې په ۱۰۰زره هکټاره ځمکه کې صنعتي نباتات کرل شوي.
د بلخ د کرنې آمر ذبیح الله زوبین وايي یواځې په دغه ولایت کې په ۴۳ زره هکټاره ځمکه کې دغه ډول بوټي یا نباتات کرل شوي، چې ۱۰۰ زره ټنه حاصل به ورکړي. په داسې حال کې چې درې کاله وړاندې په بلخ کې د غوړینو نباتاتو کښت نژدې ۳۵ زره ټنه و.
نوموړی وايي په ۱۳۹۸ کال چې کوم ارقام د بلخ له څوارلسو والسوالیو ورته رسېدلي، نژدې ۴۳ زره هکټاره زیاتوالی ښيي:
"تېر کال ۳۸ زره و؛ خو سږ کال ۴۳ زره هکټاره شوي، چې دا تر تېرو کلونو ډېر زیاتوالی دی".
د هغه په خبره، د محصول اندازه هم لوړه شوې، "سږ کال به نژدې ۱۰۰ زره ټنه غوړین محصولات لکه زغر، کونځلې، سویابین او پخته لاسته راوړو".
تر بلخ وروسته په سرپل، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې د غوړینو بوټو کرل ډېر ښودل شوي. په وروستیو کې د دې ولایتونو ډېری حاصلات د مزار تولیدي کارخونو کې پلورل کېږي.
سیمه ییز چارواکي او بزګر وايي، د اوبو کمښت او افتونه لاهم جدي ستونزه ده، چې د حاصلاتو د کښت سیمې ته په پام سره دغه بوټي کموي.
په وروستیو کلونو کې د بلخ سیمه ییزو کارخونو کې تولید شوي غوړي په سیمه ییزو بازارونو کې له بهرنیو غوړیو سره سیالي کوي، ځینې بزګر د خپلو کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو لپاره دوکان په دوکان سرګردانه نه ګرځي.
د عصري کارخونو ترڅنګ، په مزار کې د پخوانیو دودیزو جهازخونو پلویان لا هم شته. سیمه ییز حاصلات یوازې هغو لویو کارخونو ته چې په مزار شریف کې فعالیت لري، نه رسېږي، بلکې د افغانستان په شمال کې د غوړیو د تولید نورې وړې کارخونې هم خام مواد له سیمه ییزو حاصلاتو ترلاسه کوي.