تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ناخالص کورني تولیدات نژدې یو میلیارد ډالر راټيټ شوي
د افغانستان د سرشمېرنې مرکزي اداره وايي د کوکنارو د تولید په ګډون د هېواد ناخالص تولید کچه نژدې یوه میلیارد ډالرو پورې را ښکته شوې ده او انسان سر کلنی عاید یې له ۷۱۹ ډالرو نه ۶۴۷ ډالرو ته را ټیټ شوی دی.
د دغې ادارې په یوه تازه اقتصادي رپوټ کې چې د چارشنبې په ورځ (کب ۲۲مه/مارچ ۱۳مه) خپور شوی، راغلي، په ۱۳۹۷ هـ ل کال کې د تورم "پړسوب" کچه ۰٫۶ سلنه و، چې تېر کال د بیو تورم ۵ سلنه و.
د غنمو د تولید ټیټېدل
په رپوټ کې د غنمو د تولید کچه چې د افغانانو د خوړو اصلي تامینوونکې سرچینه بلل کېږي، ۶٫۳ میلیون ټنه اعلان شوې، چې د تېر کال پر تله ۱۶ سلنه راټیټه شوې ده.
د دغه ټیټوالي لامل په هېواد کې وچکالي او د کښتونو نه کېدل په ګوته شوي.
د افغانستان د مرکزي احصایې ادارې ویلي، په هېواد کې د برېښنا د وارداتو او تولید کچه له ۵۷۰۹ میلیون کیلوواټه ګړۍ څخه د تېر ۱۳۹۶ کال پر تله سږل کال ۵۹۶۵ کیلوواټ ساعت ته لوړه شوې ده.
د افغانستان د برېښنا د وارداتو ارزښت ۲۸۹ میلیون ډالر اعلان شوی.
په رپوټ کې راغلي، د افغانستان د ټولو وارداتو کچه ۷٫۴ میلیارد ډالره او د ټولو صادراتو کچه ۸۷۵ میلیون ډالر ثبت شوې ده.
د تېر کال پر تله د وارداتو کچه کې ۳۲ میلیون ډالر کمی راغلی او د صادراتو کچه د تېر کال پر تله ۱۰۰ میلیون ډالر کمه شوې ده.
د روغتیايي مرکزونو کموالی
یاد رپوټ وايي، په هېواد کې ۲۴۰۸ صحي مرکزونه دي، حال دا چې په ۱۳۹۶ کال کې د روغتیايي مرکزونو شمېر ۲۴۲۴ و، په دې معنا چې په سلو کې ۰٫۷ مرکزونه بند شوي دي.
د دغو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د هرو لسو زرو وګړو لپاره د روغتون پنځه بستره او درې ډاکټران شته. د نړیوال معیار پر اساس، د هرو زرو وګړو لپاره باید ۳٫۵ ډاکټران وي.
رپوټ کاږي، د سل او ایډز په څېر په ناروغیو د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی. سږ کال د تېر هغه پر تله په ایډز د اخته کسانو شمېر ۱۳ سلنه لوړ شوی چې شاوخوا درې زره کسان پرې اخته دي.
روزنه او وګړي
دغه رپوټ په افغانستان د وګړو شمېر ۳۱٫۶ میلیون اعلان کړی، چې ۱۵٫۵ میلیون یې ښځې او نور سړي دي.
۷٫۵ میلیون افغانان په ښارونو او ۲۲٬۶ په کلیو او بانډو کې اوسېږي.
په دې محاسبه کې کوچیان شامل نه دي.
رپوټ وايي، څه باندې ۹٬۷ میلیون ماشومان په زدکړو بوخت دي او د ښوونکو شمېر ۲۳۱ زره ښودل شوی، چې څه باندې ۲۸ زره یې په خصوصي ښوونځیو کې په تدریس بوخت دي.
په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د محصلانو شمېر ۳۸۶ زره ښودل شوی، چې ۲۸۶ یې سړي او څه باندې ۱۰۰ زره ښځې دي.
د دولتي او خصوصي پوهنتونونو شمېر ۱۶۹ ښودل شوی، چې ۱۳۱ یې خصوصي او ۳۷ دولتي دي. په ۱۳۹۷ کال کې ۹ نویو پوهنتونونو فعالیت پیل کړی.
د نړیوالو ژمنه شویو مرستو کچه څه باندې ۳٫۷ میلیارد ډالره اعلان شوې، چې په ۱۳۹۶ کال کې شاوخوا ۳٫۵ میلیارد ډالره وه چې عملاً شاوخوا ۲٫۷ میلیارد ډالره په ۱۳۹۶ کال کې افغانستان ته ورکړل شوې وه.