د افغانستان هغه ښوونځی، چې زدکوونکي یې له ټوپکو سره درس ته ځي
- Author, ابراهیم ساپی
- دنده, بي بي سي، کابل
- د خپرېدو وخت
د ګیاوې د یوه غره په لمن کې ولاړ یم او لاندې درې ته ګورم. په دره کې دلته هلته خټین کورونه داسي ښکاري لکه له ځمکې چې راوتي وي. یوازې دوه پخې ودانۍ چې تر سترګو کېږي یو سپین کلینک او له ډبرو جوړ د سیمي یوازینی ښوونځی دی چې کلیوالو په سپمولو پیسو جوړ کړی.
له لېري یوه وسله واله ډله پر څلورو موټر سایکلو د ښوونځي پر لور تېزه را روانه ده. په لومړي نظر داسې ښکاري چې ښوونځي ته جنجال ګوري.
خو په رانژدې کېدو سره جوتېږي چې وسله وال د ګیاوې د ښوونځي زدکوونکي دي. موټرسایکلونه دروي او په ټوکو ټکالو ښوونځي ته ننوځي. نن یې د ازموینې ورځ ده.
په ګیاوه کې د قلم او کتاب تر څنګ وسلې هم ګرځول کېږي. دا دود له پخوا ورپاتې دی.
زدکوونکي په نجراب ولسوالۍ کې پشه یي لږکي دي. دوی په کوهبند یا غرنیو سیمو کې اوسېږي چې خپله ژبه لري او له پخوا جنګیالی کلتور ورپاته دی.
په سیمه کي یې طالبان نشته او دولت هم دوامدار حضور لري. ځايي پشیانو د طالبانو او حکومت ترمنځ د خپلې سیمې امنیت په خپله ساتلی دی.

خو ولې ماشومان ښوونځیو ته له وسلو سره ځي؟
وروسته مې ملګری راته وايي چې پشه یانو کې د وسلو ګرځولو مخینه په شخصي دښمنیو کې ده خو روسي کلاشینکوفونه اوس په ټول کې موډ شوي.
زدکوونکي په شخصي جامو کې ښوونځي ته راځي او له ما سره یې وضیعت ډېر دوستانه دی. په ټوله کې دغه ځوانان وسلې په ډېر خوند ګرځوي او ځانونه ښيي. له ډېرو سره روسي کلاشینکوفونه دي.

د دولسم ټولګي زدکوونکي خپل ښوونکي ته انتظار دي. نو زه د مجلس لپاره ورسره کښېنم او له دوی پوښتم چې ولې د ګلاشینکوفونو دلیل یې څه دی؟
اتلس کلن رامین راته وايي: "ځینې هلکان یې له شوقه ګرځوي، ځیني خلک شته چې د وسلې شوقیان دي. کله چې یو هلک وسله په اوږه کړي، نور فکر کوي چې ولي یې موږ نه لرو.خلک په کورونو کې هر ډول کلاشینکوفونه لري، دېر یې له پخوا دي ، سیالي شته، له ځینو سره ښه ټوپک شته، د نورو بیا دومره ښه نه وي، ارزان وي، ځیني هلکان له شوقه نښې ولي، دلته یې رواج شته، خو دا ټوپک د چا د زیان لپاره نه دی، لکه په ځینو سیمو کې چې خلک فکر کوي چې دلته راشي سر به ترې غوڅ شي او خلک به یې ووژني. خو دلته هغه خبري نشته."

څنګ ته یې ناست ۱۷کلن هدایت الله ځوانکی دی چې ږیره او برېت یې نشته هغه کلاشینګوف لري چې دلته "یک لینګه" ورته وايي وايي: "یو خو بې کاري ده، ډېر هلکان یې له بېکاري ګرځوي خو زه یې له شوقه ګرځوم. زه یې له شوقه ګرځوم، ځیني یې د دښمنیو په خاطر ګرځوي، نور یې له شوقه ګرځوي او د چا پر ضد یې نه کاروم. زما ټوپک یک لینګ دی. "
داسي ښکاري چې دلته هر کار په سیالۍ کېږي. "لکه رامین چې راته وايي: خو کله چې ووینو بل هلک کتاب ګرځوي بیا موږ هم کتاب ګرځوو، سیالي ده نو."
خو اتلس کلن منور بیا نور لاملونه یادوي: زما لپاره ټوپک یو ساعت تېری دی. دلته فیسبوک کار نه کوي، هېڅ شی نشته. مثلا، موږ ښکار ته ځو، نښي ولو، زه خپله هم یک لینګ، قاتق کلاشینکوف لرم. نور دلته نه موټرونه لرو او نه هم خواله رسنۍ.

له دې ځایه ۳ کیلومتره هاخوا طالبان فعال دي، خو دغو خلکو هېڅ وسله والې ډلې ته په خپل وطن کې ځای نه دی ورکړی.
که څه هم وسلو دغو خلکو ته امینت په برخه کړی خو داسي برېښي چې د دغه ځای خلک هم نور له کلاشینکوف ستړي شوي دي.
د درې مشران وايي د دې ځای دوه زره کوره په ټاکنو کې ۳۶۰۰ پخه رایه ورکوي او غواړي له عصري نړۍ سره ځان یو کړي.
خو د کلاشینکوف بدیل څه شی کېدای شي؟
ښوونځي ته څېرمه مې له ملک صاحب خان سره ولیدل چې د کلي له مشرانو سره یې قدم واهه هغه غټ مټ سړی دی او ځايي خلک یې د مشرتوب او اوږدې جنګي تجربې له کبله درناوی کوي. دی او د کلي سپین ږیري د ټولو ستونزو حل د پاخه سړک په جوړېدو کي ویني چې د دوی دره به پاس له پنجشیر سره او کوز به یې د نجراب له مرکز سره ونښلوي.

خو ملک صاحب خان په غوسه دی، وايي د روسانو له وخته یې خپله سیمه امن ساتلې خو بیا هم ټوله دنیا جوړه شوه او دوی په هماغسي تیارو کې هېر کړه شوي دي.
"که د نجراب سړک زموږ له کوهبندو سیمو سره وصل شي، زموږ ډېر خلک به په کار ولګېږي. تاسو ووایاست چې ولي ستاسو خلک وسلې ګرځوي. ځکه چې زموږ یو شمېر خلک په ملي اودو او پولیسو کي دي، او زموږ نور خلک چې ګرځوي، دا د بېکارۍ له لاسه ده. که موږ ته د کار ضمینه برابر شي، موږ څه کوو چې ټوپک په اوږه ګرځو؟ "
ملک صاحب خان زیاتوي چې باید خلک یې د سیمي له تاریخه سترګې پټې نه کړي. د هغه په وینا د افغانستان لومړی پیلوټ له همدې سیمي و،او اوس هم دغه وطن هېواد ته ډګروالان، څارنوالان او قاضیان ورکړي.

که څه هم ګیاوه دومره ګوښه ځای نه دی، خو غرونو او د لومړنیو اسانتیاوو نه شتون یې له نورې نړۍ سره اړیکه پرې کړې او د بهر ځیني خلک ترې وېره لري.
خو ځايی اوسېدونکي ټینګار کوي چې وسلې یې د ځان او سیمي د امنیت لپاره دي او له دوی سره باید مرسته وشي.
بېرته په ښوونځي کې زدکوونکي له ازموینو وروسته د ښوونځي مخې ته د نښې ویشتنې تمرین کوي. د ډزو غږونه په دره کې ازانګه شي خو هیڅوک یې کیسه کې نه وي.
ګړۍ وروسته وسله وال زدکوونکي له ماسره مخه ښه کوي او پر خپلو غټو چینايی موټرسایکلونو درې ته شېوه کېږي.
تر دوو ورځو تېرولو وروسته مې فکر کې راوګرځېده چې ګیاوه که د دوو مخالفو ډلو منځ کې راګیر خو د تېرې او عصري زمانې ترمنځ لاس او پښې وهي. صرف دا نه ده معلومه چې دا سفر به یې څومره ګړندی وي.





















